لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د بجټ خساره کمولو دپاره پاکستان غیرملکي قرضونو ته ضرورت لري


تیره ورځ د پاکستان د خزانې وزیر اسحق ډار هم د ایشیایې پرمختیایی بینک نه پاکستان ته د پیسو د انتقال پخلی وکړو
تیره ورځ د پاکستان د خزانې وزیر اسحق ډار هم د ایشیایې پرمختیایی بینک نه پاکستان ته د پیسو د انتقال پخلی وکړو

ایشیایې پرمختیایی بینک یا اېشین ډوېلپمنټ بېنک پاکستان ته یو نیم اربه ډالر ورکړي دی خو اقتصادی پوهان وایې دا رقم کافی نه دی د بجټ خساره په قابو کولو کې د پاکستان مرسته وکړي او اسلام اباد به ضرورت لري چې د غیر ملکي قرضونو د بېرته ادا کولو دپاره نېټه وغځوي.

اقتصاد پوهان وایي د سیلابونو له وجی د پاکستان مالي ضرورتونه نور هم زیات شوي او دا چی که پاکستان د نړیوالي مالیاتي اداری ایې ایم ایف شرطونه عملی کړي نو امکان شته چې د پاکستان مالی مشکلات راکم شی.

د پاکستان مرکزی سټیټ بینک ویلی د ایشیایې پرمختګ لخوا یې 1.5اربه ډالر وصول کړي دي او دا رقم به د پاکستان د غیر ملکي زرمبادلې په ذخیره کی اضافه وکړي.

تیره ورځ د پاکستان د خزانې وزیر اسحق ډار هم د ایشیایې پرمختیایی بینک نه پاکستان ته د پیسو د انتقال پخلی وکړو.

د اګست په 30 نیټه ای ایم ایف پاکستان ته پور د پروګرام د بحالولو وروسته یو ارب او 17 کروړډالر ورکړي خو د اقتصادي ماهر سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کی د سیلابونو له وجی د پاکستان مالی مشکلات نور زیات شوي او په موجوده مالي کال کې به پاکستان د 35 نه تر 40 ارب ډالرو مالی مرستو ته اړتیا لري چې پکې د 20 ارب ډالرو غیر ملکي قرض او سود هم واپس کول دي او باقی د کرنټ اکاونټ خساری په مد کی ضرورت دی.

سجاد احمد وايي د روان مالي کال په وړومبو دریو میاشتو کی د کرنټ اکاونټ خساره کمه شوې هم ده او امکان دی چې دا د کال 12 ارب ډالرو راکمه شي.

سجاد احمد زیاتوي چې وزیر اعظم شهباز شریف د سعودي عرب سفر کړی او اینده میاشت چین ته روان دی او امکان دی پاکستان ته د قرضو د واپسۍ موده اوغځول شي او پاکستان ته پانګونې هم راشي

هغه وویل د سعودي عرب او د چین نه په پاکستان کې د 12 اربه ډالره سرمایه کارۍ امکان هم دی. " دا به هله کیږی چی په پاکستان کی سیاسی حالات سم وي."

نړی وال بینک په 25 ستمبر ویلی وو پاکستان سر به د سیلاب وروسته د ابادکارۍ دپاره به د دوو ارب ډالرو مالي مرسته کوي

دا مياشت د خزانی وزیر اسحق ډار وویل پاکستان کوښښ کوي چې د مختلفو هیوادونو له خوا ورکړی شوی د 27 اربه ډالرو قرض د واپسۍ نېټه وغځوي. هغه وویل پاکستان به یو ارب ډالر واپسی کوي څیړنی وایې دا وخت په پاکستان د غیر پیرس کلب هېوادونو 30 اربه ډالره پور دی چی پکی د چین 23 اربه ډالره هم شامل دي.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وی او ای ډیوه ته وایې روان مالی دا په راتلونکی ترسیلات زر، غیر ملکی پانګونو، برآمداتو او دایې ایم ایف په شرطونو انحصار لری چی تر کوم حده پوری هغه عملی کیږی m,, د ایې ایم ایف له خوا چی کوم غیر هدفي رعایتونه دی هغه ورنکړی او حکومتی خرڅونه راکم کړی نو بیا مشکلات به کم شی خو کو داسی نه وی نو بیا به حکومت ته مالی مشکلات راځي،،

مرکزی بینک وایې تیره ورځ د ایشیایې ترقیاتی بینک د مرستو باوجود د پاکستانی روپۍ بيعه د 219.73 روپۍ نه 220.68 روپۍ ته راکوزه شوی د بینک د شمیرو مطابق په تیرو 10 میاشتو کی غیر ملکی زرمبادله ذخیره 9اربه ډالره راکمه شوی چی پکی د مرکزی بینک سره 7.6 اربه ډالره دی.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG