لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادپوهان: د پاکستان ونډو بازار بره تللی خو اقتصاد يې په قرضونو انحصار لري


د پاکستان د ونډو بازار په دویمه ورځ پرله پسې په بره تللی دی. اقتصاد پوهان وايي د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) سره د پور د پروګرام خبرې ‏کېدل او د وزیراعظم شهباز شریف د سعودي عرب د سفر د خبرونو سره د ونډو بازار ښه شوی، خو ځینې بيا په دې نظر دي چې يو خو د پاکستان د اقتصاد ‏انحصار په قرضونو دی او بل د ونډو بازار یې د يو پياوړي اقتصاد په څېر هم نه دی.‏

د پاکستان د ونډو بازار د وېبپاڼې ترمخه پرون په کاروباري ورځ کې یې د سر د ‏‎100‎‏ کمپنیو په حساب پواينټونه د ‏‎1200‎‏ نه زيات سېوا شوي، او نن د ‏نهې- سه شنبې په ورځ چې د سر د ‏‎100‎‏ کمپنیو په حساب کاروباري ورځ په ‏‎69,619‎‏ پواينټونو پيل شوې، خواوشا ‏‎11‎‏ بجې پکې د ‏‎1000‎‏ نه زيات پواينټونه ‏سېوا شوي، او وروسته دغه پواينټونه بیا ‏‎700‎‏ ته راټيټ شوي وو.‏

اقتصادپوه خبريال وکیل الرحمان وايي، د پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور د پروګرام د وروستي قسط خبرې قابو کامیابې شوي او بيا دوه د ‏نړيوالې مالياتي ادارې د پاکستان دپاره د پور د بل پروګرام په اړه هم بيان راغلی مطلب پاکستان ته یې مثبت ځواب ورکړی، ځکه د ونډو بازار په بره لاړو.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د ونډو بازار د اقتصادي ښه او بدو خبرونو سره ښکته بره کيږي". هغه زیاته کړه دا مارکيټ مستقل په ځای نه ‏ودريږي دا کله په بره ځي او کله په ښکته ځي.‏

خو نوموړي وويل، "د پاکستان د اقتصاد ټول انحصار په قرضونو باندې دی د هغې خپل څه بنيادونه نشته، که مونږ اووايو چې په ملک کې پېداوار سېوا ‏شو يا ښه والی راغلو، زمونږ ښه والی دا دی چې مونږ ته قرض راکولو ته يو ملک تيار شو، يوه اداره قرض راکولو ته تياره شوه دا زمونږ دپاره ډېره غټه خبره ‏ده".‏

هغه زیاته کړه، "که دې د پاکستان اقتصاد ښه کېدل وایې او که د پاکستان بدبختي ورته وايو چې مونږ قرض ته خوشاليږو، وړاندې هم په قرضونو روان او ‏اوس هم روان دی".‏

د پاکستان وزیراعظم شبهاز شریف څو ورځې وړاندې ويلي وو، د ملک اوسنی اقتصادي حالت داسې دی چې د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) څخه ‏پاکستان ته د يو ارب ‏نه زياتو ډالرو د پور قسط تر لاسه کیږي خو دا د ملک دپاره پوره نه دی او پاکستان له به د آی اېم اېف نه د پور بل پروګرام ترلاسه ‏کول وي.‏

شهباز شريف ويلي وو، "دا خبره يقيني ده چې د (آی اېم اېف) سره د بل تړون نه بغېر زمونږ ګوزاره ګرانه ده، خو ايا دې سره به اقتصادي ثبات راشي، ايا ‏زمونږ ‏پېدواري صلاحيت به ورسره سېوا شي؟ ايا دې سره به په ملک کې د خوشالۍ انقلاب راشي؟ دا ډېره غټه پوښتنه ده او دې ته به مونږ له سم ځواب ‏ورکول ‏پکار وي، ځکه مونږ ته يو بل پروګرام پکار دی، د هغې موده دوه يا درې کاله کېدی شي".‏

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر غلام صمد وايي، د پاکستان د اقتصاد راتلونکې ته خوشبينه نه دی، ځکه پاکستان ته چې په راتلونکو درېو، څلورو ‏کالونو کې څومره پېسې پکار دي د هغې کومه ښکاره مخې نه ده ليدل کيږي چې هغه به د کوم ځای نه راځي.‏

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، د ملک نه بهر ته مالونه لېږل، اېکسپورټ صادرات سېوا کولو، پېدوارا او امدن سېوا کولو او خرچو کمولو سره ‏ښه والی راتلی شي، نو په هغې برخه کې کوم امېد نه ښکاري.‏

خو نوموړي زياته کړه، يوه هيله دا ده چې نوی حکومت جوړ شو، بل د نړیوالې مالياتي ادارې سره پروګرام روان دی او ځینې د پانګونو خبرې کيږي که څه ‏هم په هغې کې کوم خاص پرمختګ نه دی پوخ شوی.‏

‏د غلام صمد په خبره، د پاکستان اصل مسله دا چې مخه یې نه ده معلومه، څو پورې چې څيزونو راڼه شوي او ټاکلې مخې او هدف نه وي معلوم، هیڅ د ‏پرمختګ دعوې نه شي کېدای.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG