لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې وارثو کور د ایدهي زانگو


("مه یې مړه کوئ زانگو ته یې راورسوئ - بلقيس ايدهي" .
("مه یې مړه کوئ زانگو ته یې راورسوئ - بلقيس ايدهي" .

د پاکستان تر ټولو لويي صنعتي ښار کراچۍ کې ځايي په ځايي زانگوگانې اوېزاندې وي او ورسره په یو بورډ اعلانونه لگؤل شوي وي ( مه یې مړه کوئ زانگو ته یې راورسوئ ـ بلقيس ايدهي) . په کراچۍ ښار کې دغه زانگوگانې د هغو تنکو ماشومانو د خوندي کولو په غرض لگول شوي وي چې مور یې خو خپله وي خو پلار یې خپل نه وي ، یا څوک کونډه یې د ساتلو توان نه لري .

د پاکستان تر ټولو لويي صنعتي ښار کراچۍ کې ځايي په ځايي زانگوگانې اوېزاندې وي ، او ورسره په یو بورډ اعلانونه لگؤل شوي وي ("مه یې مړه کوئ زانگو ته یې راورسوئ - بلقيس ايدهي".

په کراچۍ ښار کې دغه زانگوگانې د هغو تنکو ماشومانو د خوندي کولو په غرض لگول شوي وي چې مور یې خو خپله وي خو پلار یې خپل نه وي ، یا څوک کونډه یې د ساتلو توان نه لري . او بیا د پېدا کېدو نه یوه ورځ نيمه وروستو دغه اومې غوښې ماشومان د ښځلو په ډېرانونو کې وغورزول شي ، که چرته چاته ژوندي په لاس ورغلو خو بچ شي گني د کارغانو ، سپو، او پي‍شوگانو خوراک شي .

اوس دغه شان ماشومانو کې ځينی د ایدهي په زانگوگانو کې د شپې په تیاره کې هم پرېښودل کېږي . په ډیرانونو کې د غورزؤل شوؤ ماشومانو څه سم ریکارډ نه خو د کومې سرکاري ادارې سره شته دی او نه د کومې غیر دولتي ادارې سره شته دی .

په ايدهي فاؤنډېشن کې د غورزؤل شوؤ يا په زانگوگانو کې د اچول شوؤ ماشومانو پالنه د دغې ادارې د مشرعبدالستار ايدهي مېرمن بلقيس ايدهي کوي . هغه وايي دغه ماشومان يواځې په کراچۍ کې نا ، بلکې په ټول ملک کې غورزول کيږي .

" په يوه مياشت کې په کراچۍ کې شپږ ، اووه او په نور ملک کې هم شپږ ، اووه ماشومان ميلاويږي نو دغه شمېره د ۱۲ او ۱۵ پورې رسي".

بلقيس ايدهي وايي دا د هغو ماشومانو شمېره ده چې مونږ ته په لاس راشي ، د دې نه علاوه نور ماشومان هم ميلاويږي ، خلکو زانگوگانې اوېزاندې کړي يا نور ځايونه هم جوړ کړی شوي ، خو هلته څومره ماشومان وړل کيږي يا ځي ، دا شمېره نه ده مالومه .

بلقيس ايدهي وايي "زياتره واړه چې مېلاويږي هغه که د هر ځايي نه وي د پلاسټک په تېلو کې بند کړې شوي وي ځيني پکې مړه وي ، او يا بيا داسې هم مېلاؤ شي چې سپو يا پيشوگانو خوړلي وي ، د وړو موندلو پته داسې ولگي چې څوک ښځله پورته کوي نو مونږ خبر کړي چې ماشوم پروت دی . ځيني واړه د سخا اوبو د نالو نه هم مېلاويږي خو په هغوکې زياتره مړه وي".

د ايدهي د زانگوگانو نه علاوه په ښار کې يوې بلې ادارې چهيپا ويلفئيراېسوسي اېشن ته هم واړه ماشومان ميلاويږي ، دغه اداره وايي دويي ته هم يواځې د هغو ماشومانو شمېره مالومه ده چې دويي ته کوم په لاس ورشي .

دغه رنگ د صوبايي حکومت لخوا د پېدا شوؤ غورزول شوؤ يا پرېښودی شوؤ ماشومانو د ريکارډ ساتلو دپاره هډو کومه اداره نشتی ، او په ښار کې کارکوؤنکې نورې غېردولتي ادارې هم په دغې اړه کومه شمېره نه لري .

بلقيس ايدهي وايي يواځې غورزؤل شوي ماشومان مونږ ته نه ميلاويږي بلکې ډېرې ښځې خپله مونږ له ماشومان راوړي او يا زمونږ په مرکزونو کې ماشومان وزېږوي او لاړې شي ، ايدهي وايي دوېي ته زياتره ماشومانې جينکۍ ورکول کيږي هلکان څوک ډیر نه پریږدي .

خپله بلقيسايدهي د ماشومانو د غورزؤلو یا پرېښودلو علتونه جهالت ، بې وسي او د واده سامان(جهېز) نه مېلاوېدل هم ښايي ، هغه وايي ډېرې جينکۍ په خپله مرضۍ د کور نه بهر واده وکړي بيا يي هلک خپل کور ته د مور پلار د ویرې نه شي بو تللې او هغه چې کله امېدواره شي نو بيا ورسره بله لار نه وي .

ایدهي وايي ("دا کارونه ډېر په دفترو کې کيږي ، او (اېبورشن - په خېټه د څو مياشتو د ماشوم لرې کول) خو بې حسابه کيږي ، دلته ډېرې پېغلې جينکۍ راځي چې عمرونه يې ۱۶ ، ۱۷ کاله وي ، وايي چې د دوه يا درې مياشتو ماشوم رانه لرې کړئ ، خو مونږ دلته دغه کار نه کوؤ ".

د دې قېصې یو بل پړاؤ هغه وخت شورو شي چې کله یو بې اولاده مور پلار د ماشوم په لټون کې د ایدهي تر مرکزه ورسي . د یو مور پلار زیږولې او غورزؤل شوی ماشوم دبل تر کوره رسیدو دغه عمل هم د ایدهي په مرکز کې تر سره کېږي .

بلقيس ايدهي وايي دغه تنکي ماشومان چې مونږ ته راورسي ، نو مونږ ته پاتې کيږي نا ، بلکې په هغې ورځ يا په دوه ورځو کې پسې بې اولاده جوړه راغلي وي او ځان له يي وړی وي ، خو هغه وايي دغه خبره مونږ په راز کې ساتو ځکه چې د ماشوم او د وړونکې جوړې احترام پکار دی .

خو د چهيپا ادارې مشر رمضان چهيپا طريقه بدله ده هغه بيا دغه ماشومان د ځايي ټي وي چېنلو په پروگرامونو کې په ښکاره خلکو ته ډالۍ کوي .

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کارکوؤنکې غېر دولتي ادارې سپارک د سندهـ څانگې یو مشر انورتهېبو وايي ، دغه اداره د ۲۲ کلونو راهسې په ټول ملک کې ماشومانو ته په هره شعبه کې د تحفظ ورکولو کار کوي ، خو نوموړی وايي د تنکو وړو ماشومانو دپاره ډېرې کمې ادارې کار کوي .

تهېبو وايي "د بيخي کچو ماشومانو ريکارډ ماته يو ځايي هم په نظر نه دی راغلی ، نه په پوليس تهاڼه کې او نه په سوشل ويلفئير اداره کې او نه زمونږ سره شته دی ، اوکوم ماشوم چې خبرې نشي کولی نو د کومې مخصوصې ادارې نه علاوه بل څوک هغه نشي ساتلی ځکه چې د هغويي غلط استعمال هم کېدی شي ".

هغه وايي ډېر واړه داسې خلکو ته په لاس ورشي چې هغويي يي لوئي کړي په لاس يا پښه معذوره کړي ، او بيا پرې خېرات غواړي ، او ځيني دايانو ته په لاس ورشي نو هغه يي خرڅ کړي .

د کراچۍ په لويي سرکاري روغتون جناح کې کار کوؤنکی يو نرس چې خپل نوم نه ښکار کول غواړي وايي ما په کلفټن کې په خپله د يوې دايي نه د يو بې اولاده کس دپاره تنکې ماشومپه بیعه اخيستی دی .

د سندهـ حکومت لخوا د ماشومانو د حقونو دپاره کارکوؤنکې سرکاري ادارې سوشل ويلفئير ډيپارټمنټ يو چارواکی د نوم نه خودلو په شرط واېي مونږ د بې درکه شوؤ ماشومانو دپاره کار کوؤ او چې راته مېلاؤ شي ، مور پلار ته يي رسوؤ ، د دې نه علاوه د وړو ماشومانو د تحفظ یا خوندي کولو دپاره مونږ سره بل څه نظام نشته دی .

هغه ددغه ماشومانو د سمو شمیرو د نشتوالي یو شمېر سببونه ښاېي چې ېو پکې وايي ماشومان په پټه ايدهي يا چهيپا ته ورکول هم دی دې واېي" تراوسه پورې زمونږ سره کوم ريکارډ نشته دی او نه مونږ تراوسه پورې د دغو ادارو نه ريکارډ مالوم کړی دی".

بلې لوري ته بلقيس ايدهي وايي "زه هغو بې اولادو جوړو ته ماشوم ورکوم چې لمړی ترې انټرويو واخلم ، او دا سپارښتنه پرې وکړم چې د ماشوم به پوره خيال ساتي " .

خو انور تهېبو وايي يواځې په کراچۍ کې نا بلکې د ملک په ټولو غټو ښارونو کې په عامه کچه د بې درکه شوؤ يا د کورونو نه د تښتېدلو کم عمره ماشومانو حالات ډېر خراب وي ، ډېر کم عمره واړه چې په کورونو کې پرې تشدد کېږي ، مزدوري ترې اخستل کيږي نو د فرار لاره اختيار کړي .

او چې کله بیا د دغه پردي کور نه وتښتي نو د ريلوی سټېشنو او بسونو اډې یې لومړې منزل وي . چرته چې دويي د يو وخت خوراک او شپې تیرولو په خاطر په جسم خرسولو مجبوره کول کېږي .

دې نه علاوه دويي کې یو شمېر ماشومان د خطرناکو ډلو په لاس هم ورشي چې بیا خپله هم نشې شورو کړي او د نشه ایزه توکو په کاروبار کې هم گېر شي . او بیا د بې وارثو د ژوند گاډی په یو خطرناکه لاره روان شي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG