لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د نګران وزیراعظم په انتخاب صلاح مشورې او د اینده انتخاباتو د ځنډېدو په اړه ګنګوسې


شهبازشریف او د حزب اختلاف مشر د نګران وزیراعظم د غوره کولو دپاره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ صلاح مشورې شروع کړې
شهبازشریف او د حزب اختلاف مشر د نګران وزیراعظم د غوره کولو دپاره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ صلاح مشورې شروع کړې

د اقتدار نه رخصتېدونکي وزیراعظم شهبازشریف او په تحلیل شوي پارلېمنټ کې د حزب اختلاف مشر راجه ریاض د نګران وزیراعظم د غور کولو په اړه صلاح مشورې شروع کړې خو په دې لړ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ملاقات کې يې څه اتفاق ترلاسه نه کړی شو.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د موقتي وزیراعظم ټاکلو دپاره به دواړه مشران د جمعې په ورځ بیا یو ځای کېږي.

د پاکستان د ایین ترمخه، د پارلېمنټ او د حکومت مېعاد ختمېد نه پس موجوده وزیراعظم به د نګران وزیراعظم د ګمارل کېدو پورې د نګرانۍ دنده ترسره کوي.

رخصتېدونکی وزیراعظم او د حزب اختلاف مشر به په دریو ورځو کې نګران وزیراعظم ګماري او که چېرې دغه مشران په دریو ورځو کې د نګران وزیراعظم لپاره د چا په نوم اتفاق ته ونه رسیږي نو دا معامله به هغه کمېټۍ ته لېږل کېږي چې د قامي سپیکر جوړې کړي او که چېرې دغه کمیټي هم په دریوؤ ورځو کې د لنډ مهاله وزیراعظم په ګمارلو کې ناکامه شي نو بیا په دا معامله الیکشن کمیشن ته لیږل کیږي اؤ الیکشن کمیشن په دوؤ ورځو کې ادارې ته په ورلیږل شوو نومونو نه یو تن د نګران وزیراعظم په توګه غوره کوي.

د روېټرز ترمخه، شهباز شریف سره د ملاقات وروسته راجه ریاض خبریالانو ته وویل د نګران وزیراعظم په انتخاب اتفاق نه دی شوی.

د شورو، چهارشنبې، په شپه د وزير اعظم شهباز شريف په سپارښتنه صدر عارف علوي د قامى اسمبلۍ د ماتولو منظورى ورکړه. دا ډول اسمبلي په دولسم اګست د خپل ایني مېعاد پوره کولو نه مخکې تحلیل کړی شوه او په داسې حال کې به نګران حکومت په نوي ورځو کې د نویو انتخاباتو بندوبست کوي.

خو د حکومت د ختمېدو نه پس په ياکستان کي دا ويرې په زياتيدو دى چې د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکي عام انتخابات ښکاري چې وځنډېږي ځکه چې حکومت اعلان کړې و چې نوي عام انتخابات به د نويو حلقه بنديانو په بنیاد کولی شي خو نوي انتخابي حلقې جوړول به وخت اخلي.

د تېر حکومت د قانون وزير ويلى په نویو حلقه بندیو تر څلورو میاشتو پورې وخت لګېدلی شي.

نګران حکومت به د نویو عامو انخاباتو انتظام کوي
نګران حکومت به د نویو عامو انخاباتو انتظام کوي

په پاکستان کې د صوبو ترمنځ د قومي وسایلو د تقسیم دپاره د مشترکه مفاداتو شورا یا کاونسل اف کامن انټرسټس نوي سر شمېرنه منظوره کړې ده.

د تحلیل شوي پارلېمنټ غړي او قانون پوهان وايي که څه هم سي سي ايي سرشمېرنه منظوره کړي او پکار ده چې اینده انتخابات د نوي مردم شمارۍ په بنیاد وکړی ش خو په دې ځینې داسې مسلې دې چې په اسانه نه شي حل کېدی.

د رخصت شوي پارلمان غړي او قانون پوهان وايي په انتخاباتو کي د څه قسمه ځنډ به ملاتړ نه کوي او دا چې سي سي ایي دا يقين دهاني کړې چې د انتخاباتو کمېشن به د نویو حد بنديانو کار زر تر زره سر ته ورسوي او په چټکتيا به ټاکنې کوي.

په رخصت شوي حکومت کې د اتحادي ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ د قامى اسمبلۍ پخوانې غړې عبدالقادر خان مندوخيل وي او اې ډيوه ته وويل حکوتي وزيرانو هم ويلى انتخاباتو کي تر څلورو مياشتو پورى وخت لګيدی شى. هغه وویل سي سي ايي خو نوي سرشمېرنه منظوره کړي خو په دې کي "ډيرې لانجې دي او د دومره په اسانه نه حل کيږي."

د پاکستان تحريک انصاف د سينټ غړې فلک ناز چترالى وى او اې ډيوه ته وويل،"د دوى د ټاکنو د ځنډولو صرف يوه وجه ده چې دوى د عمران خان نه ويريږي او د دوى صرف يو مقصد دې چې خان نا اهله او د ټاکنو نه ؽى بهر کړي

قانون پوهان وايي انتخابات په هر حال کي کيدل پکار دي خو ايين وايي چې ووټونه دې د نوي سر شمېرنې په بنیاد وکړی شي.

قانون پوهه منظور ګيلاني وي او ای ډيوه ته وويل د ايين له مخې ټاکنې به د نوي سر شميرنې او د نویو حد بنديانو وروسته کيږى او په ووټونو کې د دوو یا دریو مياشتو ځنډ به څه فرق و نه کړي. البته، هغه زیاته کړه، چې ټاکنې پکار ده چې په هر حال کې، په بې طرفه او په شفافه ډول وکړی شي.

د اینده انتخاباتو د ځنډېدو په اړه د ګنګوسو په ترڅ کې د پاکستان سېنېټ یا د پارلېمنټ ایوان بالا د شورو، چهارشنبې، په شپه په يو قرارداد کې غوښتنه وکړه چې عام انتخابات دې په اؽينى وخت وکړی شي.

یادونه: د دې خبر ځينې معلومات د روېټرز خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG