لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر په نړیواله ټولنه غږ کړی چې غزه ته دې په سمدستي ډول امداد ورسوي


د اپرېل د ۲۵ نېټې په دې تصویر کې لیدل کېږي چې د غزه به رفح سرحدي لار د امدادي سامان ټرکونه ولاړ دي
د اپرېل د ۲۵ نېټې په دې تصویر کې لیدل کېږي چې د غزه به رفح سرحدي لار د امدادي سامان ټرکونه ولاړ دي

د مصر صدر عبدالفتح السیسي په نړیواله ټولنه غږ کړی چې غزه ته بشري امداد زیات کړي، د چین صدر شي جېن پېنګ د فلسطیني ریاست د قیام غوښتنه او په غزه کې فلسطینیانو سره د نورې مرستې لوظ کړی او اسرایل ویلي په وېسټ بېنک کې یې دوه عسکر د موټر د ټکر په حمله کې وژل شوي او د مصر سره د غزه د ټولې پولې واک اختیار یې لاس ته کړی دی.

اسرایل د شورو، چهارشنبې،‌ په ورځ مصر او د غزه د رفح ښار سره د سرحد د نیولو اعلان وکړو او وايي په سیمه کې په ګڼه شمېره کې څمڅې یا سرنګان موجود دي چې فلسطیني مسلح ډله حماس یې د سمګلېنګ دپاره استعمالوي.

د مصر او اسرایل ترمنځ دغه سرحدي علاقه د فېلاډېلفي کارېډور یا د فېلاډېلفي راهدارۍ په نامه هم یادېږي او مصر وايي په دغه سیمه کې د ځواکونو اضافه به د اسرایل او د مصر کال ۱۹۷۹ د امن معاهدې خلاف ورزي وي. مصر په رفح سرحدي لار د اسرایل د قبضې هم مخالفت کړی دی.

یو اسرایلي پوځي چارواکي ویلي د رفح سرحد د نیولو په اړ مصر ته اطلاع ورکړی شوې وه. اسرایلي چارواکي وویل اسرایلي ځواکونو تر ۲۰ پورې سرنګان او سرنګانو ته د تګ ۸۲ لارې یې معلومې کړې دي. ای پي خبري اداره وايي دا نه ده معلومه چې ایا دا سرنګان اوس هم په استعمال کې وو او که نا؟

السیسي غزه ته د انساني امداد غوښتنه د چین او د عرب ملکونو د سر مشرانو د غونډې په موقع وکړه. هغه وویل نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې د اسرایل محاصره ماته کړي او د خلکو په زور د بې کوره کولو د اسرایل کوښښونه ناکامه کړي.

د زیارت، پنچشنبې، په ورځ د عرب هېوادونو مشرانو سره سر مشریزه غونډه د پرانیستلو په موقع، شي وویل په اکتوبر کې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ شخړه د شروع کېدو راهسې تاوتریخوالی زیات شوی او خلک یې مشکلاتو ته غورځولي دي.

شي د عرب ملکونو د مشرانو سره ولاړ لیدل کېږي
شي د عرب ملکونو د مشرانو سره ولاړ لیدل کېږي

د چاینا عرب سټېټس کواپرېشن فورم یا د چین او د عرب ملکونو د مرستې غونډې ته تقریر کې شي وویل پکار نه ده چې جنګ په مستقل ډول دوام ولري.

شي غوښتنه وکړه چې د اسرایل او حماس جنګ د ختمولو دپاره دې د امن نړیواله غونډه راوبلل شي او په غزه کې د انساني امداد دپاره یې د ۶۹ مېلین ډالرو امداد اعلان وکړو. چینايي صدر د ملګرو ملتونو هغه ادارې سره د درې میلین ډالرو امداد اعلان هم وکړو چې د فلسطیني کډوالو سره مرسته کوي.

بیجېنګ او عرب ملکونه د فلسطینیانو حمایت کوي او اسرایل په نړیواله کچه د خپلې هغه حملې په سر د فشار غندنې ښکار شوی چې په رفح کې يې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي. د غزه د صحت وزارت وايي په سیمه کې په جنګ کې د وژل شویو کسانو شمېره د ۳۶۰۰۰ نه زیاته شوې ده.

بیجېنګ د ډېر وخت راهسې د فلسطینیانو حمایت او د فلسطینیانو علاقې په نیولو د اسرایل غندنه کوي او د حماس غندنه یې نه ده کړې چې په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کې یې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. امریکې او نورو ملکونو د حماس حمله ترهګري بللې او حماس یې ترهګر تنظیم ټاکلی دی. اسرایل سره د چین تجارتي تعلقات په زیاتېدو دي.

السیسي د چین ستاینه وکړه چې په غزه کې په سمدستي ډول د ډز بندۍ او د خود مختار فلسطیني ریاست د قیام غوښتنه کوي. چاینا عرب کواپرېشن فورم په ۲۰۰۴ کې د چین او عرب ملکونو ترمنځ د رسمي روابطو دپاره جوړ کړی شوی دی.

اسرایلي پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په وېسټ بېنک کې یې دوه عسکر د موټر د ټکر په حمله کې وژل شوي دي. ای پي خبري اداره وايي په غزه کې د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې په وېسټ بېنک کې په تشدد کې په داسې حال کې اضافه شوې چې اسرایلي ځواکونه د وسله والو د لټون دپاره په سیمه کې په فلسطیني کلیو کې چاپي وهي چې له امله یې د ۵۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

په غزه کې فلسطینیانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سختې جګړې رپورټونه ورکړل او د اسرایل پوځ وویل مصر سره د غزه د ټول سرحد واک اختیار یې ترلاسه کړی دی.

اسرایلي پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل تېره ورځ یې د ۵۰ نه زیاتو هدفونو په ضد هوايي حملې کړي دي.

اسرایلي ځواکونو د غزه په جنوب کې په رفح، په شمال کې په جبلیه او د غزه په مرکزي برخو کې د ځمکنیو عملیاتو ذکر هم وکړو.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل پکار ده چې اسرایل زر تر زره د جنګ نه پس د حالاتو دپاره منصوبه ولري. بلېنکن وویل که داسې نه وي نو حالات به د انتشار په لوري لاړ شي.

په منځني ختیځ کې د سولې دپاره د ملګرو ملتونو مسول چارواکي هم وویل جنګ د ختمولو دپاره پکار ده چې سیاسي تګلاره هم په ځای وي.

بلخوا، الجزایر د متحده قومونو سېکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا ته د یو قرارداد مسوده وړاندې کړې چې په کې غوښتنه شوې چې په رفح کې دې د اسرایل پوځي عملیات په سمدستي ډول ودرول شي. دا غوښتنه د می په ۲۴ نېټه د انصاف د نړیوال عدالت د عبوري حکم سره هم سمون خوري.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دا خبره تکراروي چې حماس د ختمولو دپاره په رفح کې عملیات ضروري دي او دا چې د حماس ځینې ډلې اوس هم په رفح کې وجود دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG