لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاهره : دعدالت لخوا 21ؤ کسانو ته دمرګ سزا اورول شوې


دمصر يو عدالت تير کال دفرورۍ په مياشت کې دفټ بال ديو ميچ وروستو اړي ګړي کې دکړتيا له امله 21ؤ کسانو ته دمرګ سزا اورولې ده.
تيرکال دفټ بال ددغه لوبې په مهال تشدد کې دبرخې اخستو په تور دغو کسانو ته دمرګ سزاګانې اورول شوي او جج عدالت کې دخالي په ورځ دټولو 21ؤ کسانو نومونه اخستي.
داړي ګړي په دغو پيښو کې 74 کسان وژل شوي وؤ.
دنورو 52ؤ ملزمانو په اړه فيصله به دمارچ په 9مه نيټه اعلانولى شي.
دمصر ديو روايت ترمخه به دمرګ دغه سزاګانې يو ستر مذهبي شخصيت لويې مفتي ته دمنظورۍ لپاره ليږل کيږي.
دعدالت له لوري دغه فيصله په داسې حال کې مخې ته راغلې چې مصر کې دانقلاب ددوهمې کليزې په مهال هيواد کې حکومت مخالفې مظاهرې روانې دي چې 9 کسان وژل شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG