لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاهره : په ائين ريفرنډم کې ووټ اچول کيږي


په نورو هيوادونو کې دمصر سفارت خانو کې دوړاندې څخه درايې اچولو عمل پيل شوى
په نورو هيوادونو کې دمصر سفارت خانو کې دوړاندې څخه درايې اچولو عمل پيل شوى
دنوي ائين په اړه په يو ريفرنډم مصرکې رايې اچوونکو دووټ اچولو عمل پيل کړى دى.
درايې اچولو دغه عمل دخالي په سحر پيل شوى دى.
چارواکي وائي دخالي په ورځ درايې اچولو دمرکزونو دتحفظ لپاره 120,000 پوځيان تعينات کړل شوي دي.
مصر کې په يو ريفرنډم کې دائين په هاغه مسوده ووټونه اچول کيږي چې دصدر محمد مرسي گوند اخوان المسلمين يې دهيواد ائين جوړول غواړي ، خو دحزب اختلاف گوندونو خپلو پلويانو ته وينا کړې هغوي دې په دغه ريفرنډم کې د نه استعمال وکړي.
دحزب اختلاف گوندونه دريځ لري په دغه مسوده کې اسلامي قوانينو ته زيات ارزښت ورکړل شوى دى.
دمصر په نيمو برخو کې ووټ اچول کيږي او پاتې خلک به ددسمبر په 22مه نيټه درايې حق کاروي، په لمړي دور کې چې کومو سيمو کې ووټ اچول کيږي په هغې کې قاهره، اسکندريه، او نورې اتۀ صوبې شاملې دي.
مصر کې به په دغه مسوده دپينځوؤ کروړو څخه زيات خلک ووټ اچوي.
دبشري حقونو تنظيمونو انديښنه څرگنده کړې ده چې دلمړي پړاؤ دووټونو نتيجې ددوهم پړاؤ رايې اچوونکي اغيزمن کولى شي.
په دغه ريفرنډم کې داولس څخه پوښتل شوي چې هغوي دائين مسوده مني که نه؟ ځکه چې دراتلونکو عامو انتخاباتو څخه دمخه په هيواد کې دائين وجود ضروري دى.
په نورو هيوادونو کې دمصر سفارت خانو کې دوړاندې څخه درايې اچولو عمل پيل شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG