لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصري پارليمان دنوې ائيني مسودې منظوري ورکړې


د مصر تحریر چوک کې مظاهره کونکي
د مصر تحریر چوک کې مظاهره کونکي
دمصر پارليمان دهيواد لپار دنوې ائيني مسودې منظوري ورکړې ده او اوس به دا صدر محمد مرسي ته دمنظورۍ لپاره وړاندې کولى شي.
پارليمان دجمعې تر سحره پورې دروانې يوې اوږدې غونډې په مهال دمسودې په ټولو 234ؤ شقونو درايې شميرنه وکړه او ددې منظوري يې ورکړه.
ددغه عمل څخه وروستو به اوس دمنظورې کړل شوې ائيني مسودې پخلى صدر مرسي کوي او بيا به پرې يو اولسي ريفرنډم کولى شي.
دزيارت په ماښام مصري پارليمان په دغه ائيني مسوده ووټنگ پيل کړى ؤ او اسمبلۍ شريعت دقانون سازۍ بنيادي مآخذ گرځولى ؤ.
مصر کې ازاد خيالو او داسمبلۍ عيسوئي غړو په دې دريځ خپلولو سره دغونډې څخه بائيکاټ کړى ؤ چې اسلام خوښي په مصر خپل داسلام تصور نافذول غواړي.
دمصر دسرکاري ټي وي ترمخه تر دې مهاله دمنظور کړل شوؤ شقونو ترمخه اسلام دهيواد سرکاري مذهب دى او دقانون سازۍ بنيادي مآخذ دشريعت اصول دي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG