لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمحمدمرسي دصدارتي حکمنامې په ضد داحتجاج اعلان


د صدر محمد مرسي د نوي ټاکل شوي سرکاري وکیل طلعت ابراهیم سره
د صدر محمد مرسي د نوي ټاکل شوي سرکاري وکیل طلعت ابراهیم سره
مصر کې دجمعې په ورځ حزب اختلاف دصدر محمد مرسي دهاغه صدارتي حکمنامې دمخالفت لپاره دمظاهرو اعلان کړى چې دهغې لاندې دصدر په اختياراتو کې اضافه شوې.
حزب اختلاف وائي دصدر محمد رسي دغه گام دحکومت دقانوني حيثيت په ضد بغاوت دى او محمد مرسي دمصر دنوي فرعون جوړيدو هڅه کړې ده.
دصدارتي حکمنامې ترمخه اوس به دعدالت پشمول څوک هم دصدر قوانين ، فيصلې او امر چيلنج کولى نۀ شي،چې مطلب يې د صدارتي گامونو دعدالت يا کومې بلې ادارې دنظرثانۍ څخه سرلوړى دى.
دصدر دپلويانو ترمخه دغه گام دمصر دتحريک دحفاظت لپاره اخستل شوى.
دزيارت په ورځ په زرگونو خلکو قاهره کې دمصري هائيکورټ څخه بهر دصدارتي حکمنامې په ملاتړ کې جشن نمانځلى، خو دحزب اختلاف گڼ شمير مشرانو ددې مخالفت کړى او دغه گام يې غيرقانوني گرځولى.
صدارتي حکمنامه کې عدليه دپارليمان دبرني ايوان او نوي ائين جوړونکې اسمبلۍ دماتولو څخه منعې کړل شوې.
ددې ترڅنگ مرسي په هاغو پخوانو چارواکو دبيا مقدمو چلولو امر کړى چې تير کال دمصر دپخواني صدر حسني مبارک په ضد داحتجاجي مظاهرو په مهال يې دتشدد څخه کار اخستى ؤ.
دوکيلانو ديو تنظيم مشر سامع اشور د محمد البريدي او امر موسي سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې وويل دغه گام دحکومت دقانوني حيثيت په ضد بغاوت دى، مونږ دمصر په ټولو سکوائرونو کې دجمعې په ورځ دمظاهرو اعلان کوؤ.
تير کال دصدر حسني په ضد دتحريک مهم شخصيت وائل غونم وويل مصر کې دتحريک چلولو مقصد ديو نرم زړي امر لټه نۀ وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG