لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاهره :اور گاډي سره دسکول دبس جنګیدو له امله 47 ماشومان مړۀ


دپيښې وروستو په سيمه کې کتابونه، دسکول دماشومانو بستې او نور څيزونه خوارۀ وارۀ پراتۀ دي او خلک دخپلو ماشومانو دپاتې څيزونو لټولو هڅې کوي
دپيښې وروستو په سيمه کې کتابونه، دسکول دماشومانو بستې او نور څيزونه خوارۀ وارۀ پراتۀ دي او خلک دخپلو ماشومانو دپاتې څيزونو لټولو هڅې کوي
چارواکي وائي دمصر په يوه مرکزي سيمه کې دسکول په يو بس تيز رفتاره اور گاډى ورختلى چې له امله يې دڅلورو څخه تر شپږو کلونو پورې عمر لرونکې 47 ماشومان مړۀ شوي دي.
چارواکي وائي يو بس کې دنرسري سکول خواؤشا 60 ماشومان ناست وؤ او کله چې دغه بس دقاهرې جنوبي سيمې منفالوت ته ورسيدل نو دغلته ديو اورگاډي سره ټکر شو چې له امله يې 47 ماشومان مړۀ شول.
دمصر دسرکاري ميډيا ترمخه دمصر دټرانسپورټ وزير او دريلوى دمحکمې مشر ددغه پيښې وروستو استعفي ورکړې ده.
دميډيا راپورونو ترمخه کله چې داورگاډي پهاټک ته دسکول دغه گاډى ورسيدو نو په دغه مهال پهاټک پرانستى ؤ.
داسيوت صوبې گورنر يحيي کيشک سرکاري ټي وي ته وئيلي دي چې پيښه کې دوژل شوؤ ماشومانو شميره اوس 47ؤ ته رسيدلې او ‌13 ژوبل دي.
دمصر صدر محمد مرسي اړونده وزيرانو ته داغيزمنو شوؤ کورنو دمرستې امر کړى.
راپورونه وائي دپيښې وروستو په سيمه کې کتابونه، دسکول دماشومانو بستې او نور څيزونه خوارۀ وارۀ پراتۀ دي او خلک دخپلو ماشومانو دپاتې څيزونو لټولو هڅې کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG