لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محمد مرسي د حماس سره دسازش په تور کې بندي شوی


مصر کې دپوځ له لوري دبرطرفه کړل شوي صدر محمد مرسي پلويان اؤ مظاهرين دجمعې په ورځ دسترو مظاهرو لپاره سړکونو ته راوتلي دي.
څو ورځې دمخه مصري پوځ مشر جنرل عبدالفتح السيسي خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې دجمعې په ورځ دې سړکونو ته را اوځي اؤ دترهه گرۍ په ضد دې مظاهره وکړي.
بلخوا دجمعې په ورځ سرکاري خبري ادارې وئيلي دي چې مصري پوځ محمد مرسي دتښتونو، پوځيانو دوژلو اؤ نورو تورونو په اساس بندي ساتلى دى.
له دې وړاندې مصري پوځ وئيلي ؤ چې هغوي مرسي دهغه دحفاظت لپاره نيولى ، خو ددغه نوي انکشاف سره دجمعې په ورځ مصر کې دکيدونکو دغو مظاهرو په مهال دخونړو نښتو انديښنه پيدا شوې ده ده.
سرکاري خبري اداري مينا وائي دمرسي په ضد تورونو کې دفلسطيني تندروه ډلې حماس سره سازش، دبنديانو اؤ افسرانو وژنه، دافسرانو ا ؤ عسکرو تښتونه اؤ وژنه اؤ يوې بندي خانې ته اور اچول شامل دي.
خو اخوان المسلمين په هغه لگول شوي تورونه رد کړي دي.
داخوان المسلمين وياند وائي دغه تورونه ديو څو جنرالانو اؤ پوځي امر ديو خوب څخه پرته هيڅ معني نۀ لري اؤ مونږ په کوڅو کې خپلې مظاهرې دوامداره ساتو.
دروانې مياشتې په دريمه جولا ئي دملک دلمړي منتخب صدر محمد مرسي دبرطرفۍ وروستو شروع شوؤ مظاهرو اؤ نښتو کې د١٠٠ؤ نه زيات کسان وژل شوي دي.
دزيارت په ورځ دملگرو ملتونو جنرل سيکرټري بانکي مون دمصري پوځ څخه دمحمد مرسي اؤ اخوان المسلمين دنورو غړو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه اؤ دوهم صورت کې هغه وئيلي ؤ چې پرته له کوم ځنډ څخه دې دهغوي دمقدمو په شفافيت سره جاج واخستل شي.
دمصر دامنيت اعلي ترين کونسل نيشنل ډيفنس کونسل يو بيان کې وئيلي دي چې چارواکي دپرامنه مظاهرينو دامنيت باوري کولو لپاره پخه اراده لري، خو خبردارى يې ورکړى چې دامن وامان لپاره خطره جوړيدونکي به نۀ شي زغملى.
په واشنگټن کې اوباما انتظاميې امريکائي قانون سازانو ته وئيلي دي چې هغوي به دمصر دحکومت دبرطرفۍ عمل ته بغاوت نۀ وائي، ددغه گام له امله به امريکا ته دمصر لپاره يو نيم ارب کليز پوځي اقتصادي امداد دجاري ساتلو اجازت وي.
بلخوا نن په اسلام آباد کې د پاکستان خارجه وزارت په خپل یو بیان کې د مصر د بندی کړې شوي صدر محمد مرسي د خوشي کولو غوښتنه کړیده. د خارجه وزارت بیان کې ویل شوي د مصر صدر نیولو سره په دغه هیواد کې جمهوریت ته زیان رسیدلی دی. پاکستان واېي دوي په مصر کې د مرسي حکومت د پوځ د لوري ختمولو عمل مخالفت کوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG