مصر د نهې، سه شنبې، په ورځ د اسرایل او حماس په جنګ کې د ډزبندۍ غوښتنه وکړه او ويې وېل که سوله و نه شوه نو دا شخړه په سیمه ایز جنګ کې بدلېدلی شي.
د مصر صدر عبدالفتح السیسي د بحره روم په ساحل په العلمېن کې د اوړي د موسم خپل محل کې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن سره د ملاقات وروسته په یو بیان کې وویل وخت راغلی دی چې په غزه کې جنګ ختم کړی شي، د عقل نه کار واخیستل شي او د امن او د سفارتکارۍ پاسداري وکړی شي.
السیسي وویل ټولو فریقېنو نو ته پکار ده چې دا تشویش ولري چې دا جنګ سیمې ته هم خپرېدلی شي او جنګ د زیاتېدو د خطر تصور هم مشکل دی.
د مصر صدر وویل پکار ده چې په غزه کې جنګ بندي په په نړیواله کچه د فلسطیني ریاست د تسلیمېدلو شروعات او د دوو ریاستونو د قیام عملي کېدل شي ځکه چې د هغه په قول دا په سیمه کې د ثبات بنیادي ضمانت دي.
که څه هم د اسرایل او حماس په جنګ کې د ډز بندۍ خبرې اترې د جمود ښکرا پاتې شوې دي خو امریکې د اسرایل ترڅنګ د فلسطیني ریاست د قیام حمایت دوامداره ساتلی دی. اسرایلي وزیراعظم بېنجم نېنټن یاهو د فلسطیني ریاست مخالفت کوي، وايي دا به د اسرایل د امنیت دپاره زیانمن وي.
مصر، امریکا او قطر د اسرایل او حماس ترمنځ د ډزبندۍ دپاره کوښښونه کوي خو د سولې معاهده لا نه ده شوې.
بلېنکن د ګل، دوشنبې، په اسرایل کې و او په تل ابيپ کې د نېټن یاهو سره د ملاقات وروسته يې وویل د ډزبندۍ د معاهدې په سر اختلافات یا خلیج د ختمولو دپاره اسرایل د امریکې تجاويز ومنل او پکار ده چې حماس هم داسې وکړي. بلېنکن دا و نه وېل چې په دې اړه چې حماس کوم تشویش څرګند کړی ایا دا لرې کړی شوي او که نا؟
په غزه کې د اسرایل او د حماس په جنګ کې په ډز بندۍ د خبرو دپاره بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ مصر ته ورسېدلو. مصر ته د رسېدو نه یوه ورځ مخکې بلېنکن د اسرایل د دورې په مهال وویل اسرایل د اور بند په لړ کې اختلافات د ختمېدو دپاره د امریکې د تجویز منلی او پکاره ده چې حماس يې هم ومني.
د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې بلېنکن د منځني ختیځ نهمه دوره کوي.
مصر ته د رسېدو وروسته بلېنکن د السیسي سره ملاقات وکړو.
ټاکل شوې وه چې د مصر وروسته به بلېنکن د قطر امیر شېخ تمیم بن حماد الثاني سره خبرو دپاره دوحه ته سفر کوي. امریکې، مصر او قطر په دوحه کې تېره هفته په غزه کې د سولې دوه ورځني مذاکرات سر ته ورسوول.
د اسرایلي پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په غزه کې د هغه شپږو کسانو جسدونه موندلي چې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل حمله کې حماس یرغمال نیولي وو. اسرایلي پوځ وویل دغه مړي یوه شپه وړاندې د غزه په جنوبي برخه کې موندل شوي دي. د یرغمالانو د ازادۍ دپاره کارکوونکي یو فورم وویل دغه کسان ژوندي یرغمال کړی شوي وو. حماس ویلي ځېني یرغمالان د اسرایل په فضايي حملو کې وژل او زخمیان شوي دي.
بلېنکن د ګل/ دوشنبې په ورځ وویل چې اسریل په غزه کې د ډز بندۍ او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو په اړه د اختلافاتو کمولو وړاندیز منلی او په حماس یې غږ کړی چې هغه دې هم دغسې وکړي.
بلېنکن د اسرایلي چارواکو سره د یوې ورځې لیدنو په وخت چې د اسرایل وزیراعظم نېتن یاهو سره د دوو او نیم ساعت ناسته هم شامله وه وروسته خبریالانو ته دغه غونډې "ډیرې مثبت" بللی دي.
خو بلېنکن دا ونه ویل چې ایا د حماس د وسله والې ډلې د وړاندیز په اړه شکایتونه په پام کې نیول شوي او که نه.
د امریکا اعلا سفارتکار د دې وړاندې ویلي وو ممکنه ده چې د امن موجوده خبرې په غزه کې د جنګ بندۍ اخېرۍ موقع وي.
په قطر کې د ډزبندۍ او د یرغمل شویو کسانو د راستنیدو په اړه خبرې له کوم پرمختګ پرته په ټپه ولاړې دي، خو تمه ده چې روانه اوونۍ د امریکا د وړاندیز پر اساس به د اسرایل او حماس ترمنځ د فاصلې د ختمولو لپاره خبرې اترې بیا پیل شي.
بلېنکن منځني ختیځ ته سفر په داسې مهال کړی چې د ګل – دوشنبې په ورځ د ډیموکرېټک د نېشنل کنوېنشن په موقع په شکاګو ښار کې په سلګونو فلسطین خلکو مظاهرې وکړې.
د همدې مسلو په اړه له میاشتو راهیسې خبرې روانې دي، چې اسرایل وايي جګړه یوازې د حماس پوځي او سیاسي طاقت په توګه د ختمیدو وروسته پای ته رسېداې شي او حماس وايي چې دا به مکمل جوړجاړی مني او عارضي جوړ جاړې نه.
بلېنکن هم مشکلات تسلیم کړو او هغه وويل: " چېلنج د دې سره چې حماس د اختلافات کمولو وړانديز سره اتفاق وکړي، دا خبره یقیني کولو ضرورت دی چې په دې اړه واضحه پوهه شتون ولري چې بېلابېلې خواوې به څنګه خپلې ژمنې پوره کړي، او څنګه به په دغه معاهده عمل کوي." .
حماس ویلي دي چې د منځګړي په توګه پر امریکا خپل باور له لاسه ورکوي او امریکايي مذاکرات کوونکي یې د اسرایل په ملاتړ تورن کړي. او وایي چې داسې نوې غوښتنې یې کړې دي چې وسله والې ډله یې ردوي.
ويل شوي، د اسرايل او حماس ترمنځ د خبرو هدف د يرغمال اسرایليانو په خوندي ډول خوشي کول، او په غزه کې د تباهۍ خورونکې جګړې ودرول دي، په کومه جګړه کې چې په غزه کې د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، د 40,000 نه زياتې وژنې شوي دي.
د مذاکراتو هدف په سيمه کې د کړکېچ کمول هم دي، چې پکې د حماس د سياسي مشر اسماعيل هنیه په ايران کې او حزب الله د مشر د لبنان په پلازمينه بيروت کې د وروستیو وژنو وروسته سېوا والی لیدل کيږي.
ايران د اسماعيل هنيه د وژنې د بدل اخستو اعلان کړی، او حزب الله هم د اسرايل خلاف د عملياتو چټکولو ويلي دي.
په سيمه کې کړکېچ په داسې وخت کې سېوا کيږي چې په غزه کې د جګړې 11مه میاشت ده.
د اسرايل او حماس جګړه د تېر کال اووم اکتوبر وروسته له هغې پيل شوې چې حماس په اسرايل حمله کړې او 1200 اسرايليان يې وژلي او 250 يې يرغمال کړي وو.
حماس د نومبر په میاشت کې د عارضي جنګ بندۍ په وخت خواوشا 100 يرغماليان خوشي کړي وو. اسرايل وايي، اوس هم د حماس سره خواوشا د 100 پورې کسان يرغمال دي او په ممکنه توګه 40 تنه يرغماليان وژل شوي دي
Forum