لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مصر کې دصدر مرسي حمایتیانو تازه مظاهری پېل کړي


په مصر کې د صدر محمد مرسي په زرګونو پلویانو سره د موقتي حکومت لخوا اعلان شوي بیړني حالت یا ایمرجنسۍ په قاهره او نورو لویو ښارونو کې مظاهرې شورو کړې دي.
تازه مظاهری نن د جمعی نمانځه نه وروستو شورو شوي . دغی مظاهرو اعلان تیره ورځ د صدر محمد مرسي حمایتیانو وروستو د هغې کړی وو کله چې دوه ورځې وړاندی د مصر پولیسو او امنیتي ځواکونو د صدر مرسي حمایتانو په دوه لویو لویو کیمپونو ورغلل او دوي ېي د خپلو ځایونو نه خواره کړل.
په مصر کې د حکومتي چارواکو په وینا په تیرو څو ورځو کې په مصر کې په روان تشدد کې د مړو شمیره ۶۳۸ ته رسیدلی ده. ولي د صدر مرسي اسلام پلوه اخوان المسلمین بیا دعوه کوي د مړو شمیره په زرګونو کې ده.
په قاهره کې د واېس آف امریکا خبریاله واېي په سر ښار کې د جمعی د مظاهرو وړاندی سخت امنېتي ګامونه پورته کړی شوي، په سړکونو ټینکونه او وسله په لاس ګنړ شمیر امنیتي ځواکونه د مظاهرو مخه نیولو لپاره چمتو ولاړ دي.
تیره ورځ د امرېکې صدر براک اوبامه د مصر سره په رارونه میاشت کې کېدونکي پوځي مشقونه د ختمیدو اعلان کړې دی- ښاغلي اوبامه دغه اعلان په مصر کې د مواقتي حکومت لخوا په احتجاج کونکو باندې د تشدد په ځواب کې کړې- د تشدد پېښو کې په سلگونو احتجاج کونکي وژل شوي-
ښاغلي اوبامه ویلي د مصر سره رواېتي همکاري په داسې حال کې جاري نه شي ساتلې کله چې په سړکونو باندې اولس وژل کېږي- امريکه او مصر په کال کې دوه ځله پوځي مشقونه کوي-
ښاغلي اوبامه ویلي دي امرېکه د مواقتي حکومت او امنیتي ځواکونو د شورو د ورځې د عملېاتو کلکه غندنه کوي او دا د مارشل لا د لگولو ېو تکل گرزوي- نوموړي په مېساچوسټس رېاست کې د خپل استراحت د ځاېی نه دغه خبرې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG