لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو حجرې د لويې اختر غوښو گرمې کړي دي


کورونه د قربانو دغوښو څخه ډک دي اؤ حجرې د يارانو،دوستانو،خپلوانو اؤ عزيزانو څخه
کورونه د قربانو دغوښو څخه ډک دي اؤ حجرې د يارانو،دوستانو،خپلوانو اؤ عزيزانو څخه
فاروق فراق
په پاکستان اؤ خصوصاً خيبر پښتونخوا کې د لويې اختر په لمړۍ ورځ خلک د قربانۍ نه وزگار شوي اؤ د اختر په دوهمه ورځ يا خو په خپلو کورونو، حجرو اؤبيټکونو کې د اختر دغوښو څخه خوندونه اخلي يا هم ډلې ډلې ځوانان د ټولو په شکل کې بيلابيلو د سيلگرۍ سيمو ته مخه کوي.
پښتانۀ چې يو ژوند پرست قام دى اؤ داجتماعيت د دائرې دننه ژوند کول يې خاصه گڼل کيږي.د تيرو څو لسيزو راهسې د جنگونو، بدامنۍ اؤ ترهگرۍ ښکار دي خوددې هرڅه باوجود يې د خپل کلتور اؤ رواياتو سره مينه کې هيڅ کمى نۀ دى راغلى اؤ تل د ځان دپاره د خوشحالو د وړو وړو موقعو پيداکولو په هڅه کوي.
خو بيا چې کله ددوئ په ژوند کې د حقيقي خوشحالو موقعه راشي نو په دغه مهال دپښتنو جذبه اؤ د ژوند سره مينه دکتلو وړ وي.
چې خوشحالي داختر وي اؤ هغه هم د لويې اختر نو بيا خو د پښتنو چم محلت د خوشحالۍ يو داسې جنت جوړ شي چې د بنده ترې وتلو ته زړۀ نۀ کيږي.
دخوشحالو دغه منظر د اختر په دوهمه ورځ د خيبرپښتونخوا صوبې په کليو،بانډو،ښارونو اؤ بازارونو کې ليدل کيږي.
د لويې اختر په دوهمه ورځ يوه حجره کې د رباب محفل
د لويې اختر په دوهمه ورځ يوه حجره کې د رباب محفل
کورونه د قربانو دغوښو څخه ډک دي اؤ حجرې د يارانو،دوستانو،خپلوانو اؤ عزيزانو څخه.
خلک د يو بل کورونو اؤ حجرو ته د اختر مبارکۍ له روان دي. يو بل ته د مينې کلکې غاړې ورکوي، خندا خوشحالۍ کوي اؤ د اختر د غوښو نه بيلابيل ترسکون خوراکونه تياروي.
چرته کۀ زلمو انگټۍ لگولي اؤ په سيخانو کې غوښې وريتوي نو هلته د غوښو ډکې وريژې،کورني چپلي کباب، سيخ کباب،کړاهي اؤ لړلې غوښه باندې د ميلمنو خاطر تواضع کيږي.
په زياتره حجرو کې ځلمي د غوښو پخولو په وخت د خپل ځان مشغولولو دپاره د رباب منگي روايتي محفلونه راجوړوي اؤ د يه قربان په ترڅ کې د خپلې خوشحالۍ اؤ ژوند سره دمينې ثبوت ورکوي.
ماشومانو هم نوې نوې جامې اؤپيزارونه کړي اؤ د مشرانو له خوا د عيدۍ په ورکړل شوؤ پيسو دخوراک اؤ لوبو بيلابيل سامانونه اخلي.
ډير ژوند پرست ځلمي چې د اختر چوټيانې بهر تيرول غواړي د ډلو په شکل کې دسيلگرۍ دمقاماتو مخه کوي، د ځان سره يې د کورونو نه دقربانۍ غوښې اخستي اؤ په تفريحي مقاماتو کې ترې محفظوظ کيږي.
پښتنې ميرمنې هم د اختر په خوشحالو نمانځلو کې دسړو نه کمې نه دي ، داختر نه وړاندې ئې د ځان دپاره رنگ په رنگ جامې اؤ پيزارونه کړي، د فيشن سامانونه يې اخستي اؤ په اختر کې سينگار شوې د خپلو خپلوانو کورونو ته د اختر د مبارکۍ دپاره روانې دي
د وريتې غوښې دپاره د گډ غوښه سيخانو ته تيارولى شي
د وريتې غوښې دپاره د گډ غوښه سيخانو ته تيارولى شي

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG