لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دخوف اؤ ويرې په سيوري وړوکى اختر


دخيبرپښتونخوا پشمول ټول پاکستان کې دوړوکي اختر لمړۍ ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي، چې داختر په موقع اؤ ددې څخه يوه ورځ وړاندې په کوئټه کې شوؤ دترهه گرۍ پيښو، دامنيت له درکه خلک دسختو انديښنو اؤ ويرې سره مخ کړي دي.
دډيرو کلونو وروستو دا لمړى ځل دى چې په پاکستان کې دڅلورو واړو صوبو دننه په يوه ورځ داختر خوشحالي نمانځل کيږي، خو ددغه خوشحالۍ رنگونه هاغه وخت پيکه شول ، چې داختر اؤ داختر څخه يوه ورځ وړاندې په کوئټه کې ترسره شوؤ دترهه گرۍ پيښو کې په لسگونو کسان ووژل شول.
دجمعې په ورځ په پيښور اؤ ټوله خيبرپښتونخوا صوبه کې دوړوکي اختر نمونځونه ادا شول اؤ په دغه مهال دترهه گرۍ دڅه رقم ممکنه پيښې دمخنيوي دپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.
په حساسو سيمو اؤ لويو جوماتونو دپوليس پهرې اودرول شوې وې اؤ په بازارونو کې هم په سپينو جامو کې په گڼ شمير پوليس تعينات کړل شوي وؤ.
داختر دورځې شروع کيدو سره که هرڅو دکوئټې دبدو پيښو له امله دپاکستان په ټولو برخو کې دخلکو په ذهنونو ويره خوره وه ، خو بياهم ډلې ډلې خلک دکورونو څخه جوماتونو ته لاړل اؤ داختر دنمونځ کولو څخه وروستو يې يو بل سره دغاړو په ورکولو داختر مبارکۍ وکړې.
دپاکستان په يو شمير قبائيلي سيمو کې وړوکى اختر دزيارت په ورځ دسعودي عرب داعلان په اساس نمانځل شوى ؤ ، خو په پيښور کې دقاسم علي خان جومات اؤ دمياشت ليدنې دمرکزي رويت هلال کميټۍ لخوا په يوه ورځ داختر اعلان شوى ؤ، چې له دې امله ډيره موده پس په لمړي ځل په ټول ملک کې په يوه ورځ اختر وشو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG