په پاکستان کې د ذي الحج میاشت ولیدل شوه او رويت هلال کمېټۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې لوی اختر په د جون په ۲۹ نېټه لمانځل کېږي.
په پاکستان کې د لوی اختر اعلان د رويت هلال کمېټۍ مشر مولانا عبدالخبیر وکړو.
په سعودي عرب کې د ذي الج میاشت ليدل شوې، په 27 د عرفات ورځ او په 28 جون به لوی اختر نمانځل کيږي.
افغانستان کې هم د لوی اختر میاشت ليدل شوې او د جون په 28مه د لوی اختر د نمانځلو اعلان شوی دی.
په پاکستان کې اکثر له د روژې او اختر د میاشتې لیدو په سر د اختلافونو له امله روژه او اختر په بېلابیلو ورځو ویشل کیږي.
خو سږ کال په ټول ملک کې په یوه ورځ د رمضان د میاشتې لیدلو اعلان شوی او په يوه ورځ روژه نیول شوې وه.
اکثره د پېښور د قاسم علي خان جومات د کمېټۍ مشر مفتي شهاب الدين پوپلزی د اختر اعلان وکړي او د پاکستان سرکاري مرکزي رويت هلال کميټي یې په هغه ورځ ونه کړي.
خو سږ کال بيا د وړوکي اختر د میاشت ليدو اعلان هم په يوه ورځ شوی او په ټول ملک کې په يوه ورځ وړوکی اختر نمانځل شوی وو.
سږکال د پاکستان نه 179210 کسان سعودي عرب ته د حج فريضې ترسره کولو له تللي دي.