لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د خاشقجي په مرګ اته کسانو ته د بند سزا اورولې


د سعودي‌ عربستان یو عدالت د ګل/ دوشنبې په ورځ د واشنګټن پوسټ خبریال جمال خاشقجي د وژنې په توره اته کسانو ته د بند/ قید سزا اورولې. جمال خاشقجی په کال ۲۰۱۸م کې په استنبول کې د سعودي‌عربستان په سفارت کې وژل شوی وو.‌

د سعودي عربستان د مطبوعاتو تر مخه په دغه اتو کسانو کې پینځو تنانو ته د ۲۰ کال بند او پاتې دریو ته د اوو نه تر ۱۰ کالو پورې سزا اورول شوې.

جمال خاشقجي چې په امریکا کې یې ژوند کوو په کال ۲۰۱۸م کې ترکي ته تللی وو چې د سعودي سفارتخانې نه ځیني اسناد ترلاسه کړي. دغه اسناد یې د یوې ترکۍ جینۍ هاتیچي چنګیزي سره د واده لپاره پکار وو.

خاشقجي د سعودي عرب په سفارت کې دننه هغه وخت وژل شوی وو چې کوژدن شوې چنګیزي یې د سفارت بهر انتظار کوو. د خاشقجي د سفارت دننه وژنې په نړیواله توګه سخت غبرګون راپارولی وو.

د یو خبریال په هیڅ خاشقجي د واشنګټن پوسټ اخبار لپاره په خپلو مضمونونو کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سخت ناقد وو او په هغه به یې اکثره نیوکې کولی. په دغه قضیه کې هیڅ یو تورن تن نه دی نومول شوی.

د جمال خاشقجي د وژنې یوه بله قضیه په ترکي کې هم روانه ده چې پکې ۲۰ کسان نومول شوي، خو ریاض د ترکي بیا بیا غوښتنو باوجود تر اوسه پورې د تورنو کسانو د حواله کولو خواستونه نه دي منلي.

د یادې قضیې په شورو کې سعودي عربستان پینځه تورنو کسانو ته د مرګ سزا اورولی وه، خو وروسته بیا د جمال خاشقجي کورنۍ ویلي وو،‌ دوي قاتلان معاف کړي او د مرګ د سزا بیرته اخستلو اجازه ورکوي.

په سعودي عربستان کې شورو شوې دغې قضیې په پاکوالي او ورو ترسره کیدو د جمال خاشقجي کوژدنه او نورو ناقدینو نیوکې کولې.‌

د سعودي عربستان د عدالت د فیصلې وروسته د جمال خاشقجي کوژدنې هاتیچي چنګیز په ټوېټر لیکلي: ٫٫ په سعودي عربستان کې ننۍ فیصلې یو ځل بیا په انصاف پورې خندا یا ټوقه کړې. سعودي چارواکي دغه قضیه په داسې مهال تړي چې نړۍ د جمال خاشقجي په مرګ کې ککړو کسانو په اړه ریشتیا معلومول غواړي.٬٬

سعودي عربستان د جمال خاشقجي د بې درکه کیدو په اړه تضاد بیانونه ورکړي وو او په اخیره کې یې ویلي وو چې دا د ځینو بدمعاشانو کار وو.

د امریکا استخباراتي ادارې سي ایي ای ٫٫ د منځنۍ تر لوړ باور٬٬ دا نتیجه ورکړې چې د جمال خاشقجي د وژلو امر ولیعهد محمد بن سلمان ورکړی وو. خو ولیعهد محمد بن سلمان په دغه وژنه کې د لاس لرلو خبره رد کړې.‌

د جمال خاشقجي د وژنې وروسته د هغې مړی نه دی معلوم شوی. د ترکي او سعودي عربستان څارنوالان یا سرکاري وکیلان تور لګوی چې کومو سعودي اېجنټانو خاشقجي وژلی د هغه مړی یې بیا ټوټې ټوتې کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

خپرونه: سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:33 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG