لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الیکشن کمیشن اپریل کې په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب کې دټاکنو وړاندیز کړی دی


اليکشن کميشن د دواړو صوبو ګورنرانو ته په يو خط کې ليکلي چې په پنجاب کې دې انتخابات د اپرېل د  نهمې نېټې څخه تر 13مې او خیبر پښتونخوا کې دې د اپریل د 15مې څخه تر 17 نیټې په مینځ موده کې اعلان کړی شي
اليکشن کميشن د دواړو صوبو ګورنرانو ته په يو خط کې ليکلي چې په پنجاب کې دې انتخابات د اپرېل د  نهمې نېټې څخه تر 13مې او خیبر پښتونخوا کې دې د اپریل د 15مې څخه تر 17 نیټې په مینځ موده کې اعلان کړی شي

د پاکستان اليکشن کميشن د اپرېل په مياشت کې په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې دانتخاباتو کولو وړانديز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اليکشن کميشن په یوه بله پریکړه کې د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ 43 نور غړي هم داسمبلۍ له غړیتوبه ګوښه کړي دي۔

په قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف د مرورو غړو او دوو هغو غړو چې په رخصت دي، نه علاوه د ټولو غړو چوکې خالي ګرځول شوې دي.

د څیړونکو وینا ده که چرې د الیکشن کمیشن د ټاکنو کولو پریکړه په عدالت کې چلینج کړی شوه نو عدالت پر یو وخت د ټاکنو پریکړه کولی شي.

بل پلو ته د آیيني ادارو په ضد د تشدد او د خلکو د احساساتو د پارولو په تور د تحریک انصاف مشر فواد چوهدرې نیول شوی چې د اسلام اباد د پولیسو ترمخه د مقدمې په اړه د قانون ترمخه ګامونه اخستل کيږي. تحریک انصاف د فواد چوهدرې نیول په لاهور هايي کورټ کې چیلنج کړي دي.

اليکشن کميشن د دواړو صوبو ګورنرانو ته په يو خط کې ليکلي چې په پنجاب کې دې انتخابات د اپرېل د نهمې نېټې څخه تر 13مې او خیبر پښتونخوا کې دې د اپریل د 15مې څخه تر 17 نیټې په مینځ موده کې اعلان کړی شي.

د پنجاب اسمبلۍ د پخوانې اعلا وزیر چوهدرې پرویز الهې له اړخه د جنورۍ په 14مه او د خیبر پښتونخوا اسمبلې پخوانې اعلا وزیر محمود خان د جنورې په 17مه ماته کړې وه.

د پاکستان د قانون جوړونې او شفافیت انسټیټیوټ، یا پلډیټ مشر احمد بلال محبوب د وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي د پاکستان د ایین تر مخه الیکشن کمیشن ته په 90ورځو کې ټاکنې کول وي.

دوي زیاتوي که چرې څوک ددې ټاکنو ودرولو د پاره عدالت ته لاړ شي نو امکان لري چې عدالت په یو وخت ټول هیواد کې دټاکنو کولو امر وکړي.

هغه وایي د دوو اسمبلیو ټاکنې اوس او د دریو اسمبلېو ټاکنې وروسته کولو څخه اساسې ستونزې رامینځته کیدای شي. ولې چې د هیواد په څه برخو کې نګران حکومت دی او په څه کی نه.

" زمونږ په ایین کې دداسې څه حالاتو په اړه خبره نه ده شوي. دا خبره مخې ته راتلی شي چې په قامې کچه نګران حکومت نه دی جوړ ،هم دغه رنګه کله چې په قامې اسمبلۍ اونورو دوؤ اسمبلیو کې ټاکنې کیږي نو په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې به نګران حکومت نه وي چې پر ټاکنو اغیز لرلې شي"

بلال احمد محبوب وایي ،پر دغه اساس که چرې څوک په عدالت کې دغه ټاکنې چیلینچ کړي نو دا امکانات شته عدالت پریکړه وکړې چې ټاکنې باید په ټولو هیواد کې پر یو وخت وکړی شي.

اليکشن کميشن په یوه بله پریکړه کې د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ 43 نور غړي هم ډي نوټيفایي کړي یا ګوښه کړي دي۔

د پاکستان دقامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف تېره ورځ د پاکستان د تحريک انصاف د 43 نورو غړو استعفاګانې منلې وې، چې له هغې وروسته يوازې د پي ټي ايي منحرف یا مرور غړي او دوه هغه غړي چې په رخصت دې، په قومي اسمبلۍ کې پاتې دي.

د تحریک انصاف غړي عامر ډوګر الیکشن کمیشن ته خواست کړی و چې د تحریک انصاف دغه 43 غړي خپلې استعفاګانې بېرته اخستل غواړي او الیکشن کمیشن دې د دوئ غړیتوب نه ختموي.

د الیکشن کمیشن پخوانی سکتر کنور دلشاد وایي: د ایین ارټیکل 42 ترمخه د قامي اسمبلۍ داسپیکر له اړخه چې کله استعفاګانې منظورې شي او بیا الیکشن کمیشن ته ولیږل شي نو الیکشن کمیشن به یې ارومرو ډې نوټیفایي کوې.

هغه وایي الیکشن کمیشن له خپله انده د استعفاګانو پخلی نه شي کولی.

دصوبایي اسمبلیو له ماتیدو وروسته خیبر پښتونخوا کې د حکومت او مخالفو ګوندونو له اړخه په متفقه توګه اعظم خان نګران اعلا وزیر ټاکلی شوی خو د پنجاب پر نګران اعلا وزیر د حکومت او مخالفو ګوندونو د سلا نه کیدو له امله الیکشن کمېشن د مخالفو ګوندونو د مشر حمزه شهباز له اړخه دنګران وزیراعلا په توګه نومول شوی محسن رضا نقوي دصوبې چارې سمبالې کړي یا لنډمهاله وزیراعلا ټاکل شوی دی.

تحریک انصاف د الیکشن کمیشن دغه پریکړه رد کړې وه او د ګوند د نورو مشرانو په شمول فواد چوهدرې هم د الیکشن کمیشن پر وروستنیو پریکړو سختې نیوکې کړې وې.

فواد چوهدرې تيره شپه لاهور کې مطبوعاتو سره دخبرو په مهال ویلي وؤ چې په موجوده حکومت کې دانتخاباتو دکميشن حیثیت د يو منشي په شان شوى دى، الیکشن کمیشن ته یو فون کیږې او الیکشن کمېشنر یې د یو کلرک په توګه خبره مني.

نوموړې دا هم ویلي وو که چرې تحریک انصاف ګوند سره د زیاتي لړۍ دوام ومومي نو دالیکشن کمیشن، غړو او د هغو کورنیو ته به ددې قیمت پریکول وي.

له دغو ګواښونو ووروسته د اليکشن کميشن دسيکرټري عمر حميد په شکايت د پي ټي ایي د مشر فواد چوهدري خلاف د اسلام آباد کوهسار پوليس تاڼه کي ايف ایي آر درج کړی شوی او فواد چوهدري په لاهور کې خپل د خپل کور څخه نیول شوی دی.

د اسلام اباد د پوليسو لخوا په جاري شوي يو بيان کې ويل شوي چې فواد چوهدري د ایيني ادارو په ضد د تشدد او د خلکو د احساساتو د پارولو هڅه کړې ده،

داسلام اباد پولیسو ویلي د مقدمې په اړه به د قانون ترمخه ګامونه اخستل کيږي.

تحریک انصاف د فواد چوهدري ګرفتاري غیر ایینې او غیر جمهورې ګرځولې او په لاهور هایي کورټ کې یې چيلنج کړې ده۔

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG