د پاکستان د پلازمينې اسلام اباد په ګډون لویو ښارونو کراچۍ، لاهور، پېښور او کوټه کې د ګل/ دوشنبې د ورځې [۲۳ جنورۍ] د سهار راهسې بجلي بنده وه.
د پاکستان د توانايۍ وزارت ويلي، د لومړیو معلوماتو ترمخه سهار څو دقيقې دپاسه اوونه نيمې بجې د قومي ګرډ سټېشن فريکوينسي که شوې چې له امله یې په غټه کچه بجلي بنده شوې ده او د نظام په بحالولو کار روان دی.
او د توانايۍ وزیر خرم دستګير شخصي ټي وي جيو سره په خبرو کې ويلي، دا په غټه کچه د بجلۍ خرابي نه ده په راتلونکو ۱۲ ساعتونو کې به ټوله بجلي بحاله شي.
د راپورونو ترمخه د ملک د غټو ښارونو ترڅنګ په نورو علاقو کې هم بجلي غايبه شوې او ويل کيږي د موبايل او انټرنېټ سروس ورسره هم اغېزمن شوی دی.
د توانايۍ وزارت ویلي، په ورسک ګرېډ سټېشن کې د سهار راهسې بحالي پېل کړی شوې او د اسلام اباد او پېښور د بجلۍ کمپنيانو په محدوده کچه ګرېډونه بحالول پېل کړي دي.
د راپورونو ترمخه په پاکستان کې د بجلۍ او توانايۍ ادارې [نېپرا] د بجلۍ بندېدو نوټس اخستی او به ملک کې د بجلۍ د وېشونکې ادارې څخه یې په دغه اړوند ځواب طلب کړی دی.
د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د بجلۍ محکمې [کی الېکټرک] ويلي، د محکمې کارمندان د بجلۍ په بحالولو کې بوخت دي.
ادارې ويلي لومړیتوب دې ته ورکوي چې په روغتونونو، هوايي اډه او نورو ځايونو بجلي بحاله کړي او زر تر زره په ټول ښار کې بجلي په ځای کړي.
په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې د ملک په غټو ښارونو او زياترو برخو کې بجلي بنده شوې ده.
له وړاندې د کال ۲۰۱۲۲ د اکتوبر په مياشت کې او د هغې نه وړاندې د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په مياشت کې هم د ملک په غټو ښارونو او زياترو برخو کې بجلي بنده شوې وه.
هغه وخت هم د بجلۍ د رسد په نظام کې د فريکوينسۍ لاندې ر اتلو ويل شوي وو.