لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټي20نړیوال کپ دویم سیمې فاینل کې انګلینډ هند په ماتې ورکولو سره فاینل ته ووتلو


ایلکس هیلز په 47 بالونو اووه شپږیزې اؤ څلور څلوریزې هم ووهلې اؤ ټولې یې 86 منډې جوړې کړې اؤ جوز بټلر په 49 بالونو درې شپږیزې اؤ نهه څلوریزې ووهلې اؤ ټولې یې 80 منډې جوړې کړې
ایلکس هیلز په 47 بالونو اووه شپږیزې اؤ څلور څلوریزې هم ووهلې اؤ ټولې یې 86 منډې جوړې کړې اؤ جوز بټلر په 49 بالونو درې شپږیزې اؤ نهه څلوریزې ووهلې اؤ ټولې یې 80 منډې جوړې کړې

دټي ټوینټی کرکټ نړیوال کپ په دویم سیمي فاینل کې انګلینډ هند ته په 10 وکټو دماتې ورکولو سره فاینل ته ورسېدلو اؤ په 13م نومبر داتوار په ورځ به دپاکستان اؤ انګلینډ ترمنځ دټي ټوینټي دنړیوالې اتلولۍ لپاره مقابله کیږي.

دزیارت په ورځ داسټریلیا په ایډیلیډ ښار کې دهند اؤ انګلیند ترمنځ ترسره شوي دویم سیمي فاینل کې دهند لخوا وړومبی بیتینګ شوی چې هند په ټاکلو 20 اوورونو کې یې دپینځوؤ لوبغاړو په سوځیدو انګلینډ ته د169 منډو هدف ورکړی ؤ.

خو کله چې انګلینډ بیټینګ یا توپ وهنه پیل کړه نو دانګلینډ کپتان جوزبټلر اؤ ایلکس هیلز دوه په دوه 170 منډې جوړې کړې اؤ هند ته یې په 10 وکټو ماتې ورکړه.

ایلکس هیلز په 47 بالونو اووه شپږیزې اؤ څلور څلوریزې هم ووهلې اؤ ټولې یې 86 منډې جوړې کړې اؤ جوز بټلر په 49 بالونو درې شپږیزې اؤ نهه څلوریزې ووهلې اؤ ټولې یې 80 منډې جوړې کړې.

دهند په اننګز کې هاردک پانډیا په 33 بالونو 63 منډې جوړې کړې وې چې پکې پینځه شپږیزې اؤ څلور څلوریزې هم شامل وې.

ددې ترڅنګ دهند ویرات کوهلې دې نړیوال کپ کې په څلورم ځل د 50 منډو په جوړولو توانیدلی دی.

دهند ایل کی ایل ارهول 5،کپتان روهت شرما 27،سوریا کمار14 اؤ رشبھ پنت 6 منډې جوړې کړی شوې .

دانګلینډ کرس جورډن دهند درې، کرس ووکس اؤ عادل رشید یو،یو لوبغاړی وسوځولو.

تر دې وړاندې پرون د چهارشنبې په ورځ د ټي20 کرکټ نړیوال کپ دسیالیو په وړومبي سیمي فاینل کې پاکستان نیوزي لینډ ته په ماتې ورکولو فاینل ته رسیدلی ؤ.

ټاکل شوې ده د20 کرکټ نړیوال کپ فاینل به اوس د اتوار په ورځ په 13م نومبر دپاکستان اؤ انګلینډ ترمنځ په میلبرن کرکټ لوبغالي کې کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG