لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډ کپ : انگلينډ د ائرلينډ د لاسه ماتې وخوړه


ورلډ کپ : انگلينډ د ائرلينډ د لاسه ماتې وخوړه
ورلډ کپ : انگلينډ د ائرلينډ د لاسه ماتې وخوړه

د هند په بنگلور ښار کې ترسره شوي د گروپ بي په يو ميچ کې دشورو په ورځ ائرلينډ انگلينډ ته په دريوؤ وکټو ماتې ورکړې ده.
انگلينډ دټاس گټلو وروستو دائرلينډ په ضد لمړى بيټنگ وکړو او په مقررو پنځوسو اورونو کې يې داتوؤ وکټو په تاوان 327 رنز جوړ کړي وؤ.
دانگلينډ لخوا ټراټ تر ټولو زيات 92 او بل 81 رنز جوړ کړي وؤ.
دائرلينډ موني څلور وکټې ترلاسه کړي دي.
ائرس ټيم دورلډ کپ دتاريخ تر ټولو ستر هدف ترلاسه کولو اعزاز هم حاصل کړى دى.
دائر لينډ دگټې وجه دکيون او برائن ښۀ بيټنگ وؤ چې نوموړى يواځې په 63ؤ باؤلونو 113 رنز جوړ کړل او دخپل ټيم په گټه کې يې ښۀ کردار ادا کړو.
کيون اوبرائن دورلډ کپ دتاريخ تر ټولو تيزه سينچري جوړه کړې ده.
دهغه نه علاوه دائرلينډ اليکس کوسيک 47، جان موني په 33رنزو ناټ اوټ پاتې شو، پاؤل سټرلنگ او جوئيس 32,32 رنز جوړ کړل.
ائرلينډ دانگلينډ د327ؤ رنزو هدف په 49.1ؤ اورونو کې په اخري بال چوکې وهلو سره ترلاسه کړو.
دانگلينډ لخوا گريم سوان درې وکټې ترلاسه کړي دي.
دانگلينډ لپاره په گروپ بي کې درن ريټ دښۀ اوسط ترلاسه کولو لپاره دغه ميچ گټل زيات ضروري وؤ ځکه چې انگلينډ دهالينډ څخه په ډير لږ فرق دگټې ترلاسه کولو وروستو دهند په ضد ميچ برابر کړى ؤ، خو دائرلينډ څخه دميچ بائيللو وروستو دانگلينډ رن ريټ نور هم کم شوى دى.
برطانوي ټيم په دغه ميچ کې يو بدلون کړى ؤ او داجمل شهزاد پځايې يې سټورټ براډ په ټيم کې شامل کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG