لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: د وېسټ انډیز لوبډلې د شپږیزو ریکارډ او د انګلینډ لوبډلې ګټه


england cricket
england cricket

د وېسټ اندیز بارباډوس ښار په برېج ټاون کرکټ میدان کې نن د کوربه وېسټ انډیز او انګلستان کرکټ لوبډلو تر منځه لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې که څه هم وېسټ انډیز د انګلینډ پرضد د زیاتو چهکو یا شپږیزو وهلو ریکارډ جوړ کړو خو دغه خوندوره لوبه د انګلینډ په ګټه تمامه شوه.

په یوه ورځنۍ لوبه (ون ډی) کې وړاندې د دې نه تر ټولو زیاتو شپږیزو ریکارډ د نیوزي لینډ لوبډلې سره وو، چا چې په کال ۲۰۱۴م کې هم د وېسټ انډیز پرضد یوه لوبه کې ۲۲ شپږیزې وهلې وې.

د ننۍ لوبې یوه بله خوندوره خبره د نن سباني کرکټ تر ټولو غوره لوبغاړي (بېټسمین) کرېس ګېل د وېسټ انډیزقامي ټیم ته بیرته راتګ او بیا د ۱۲ چهکو په مرسته ۱۳۵ منډې یا رنز جوړول وو.

د پېنځه یوه ورځني لوبو دغه سیریز په لومړۍ لوبه کې وېسټ انډیز ټاس یا پچه وګټله او د لومړي بېټنګ فیصله يې وکړه. کرېس ګېل او جی ډي کېمبل د لوبې پېل هغه شان وه نه کړه څنګه چې ناستو تماشبینو او د کرکټ مینه والو تمه لرله. دواړو ډیره په مزه منډې جوړولی او کېمبل په ۳۰ منډو جوړولو وسوځید. د هغه وروسته هوپ د کرېس ګېل سره ملګری شو او دواړه لوبه تیزه کړه.

دلوبې په منځنۍ برخه کې کرېس ګېل هغه لوبه شورو کړه چې د کومې لپاره په ګرده نړۍ کې پیژندل کیږي. نوموړي په ۱۲۹ بالونو ۱۳۵ منډې وهلې، په دغو کې ۱۲ شپږیزې او ۳ څلوریزې شاملې وی.

کرېس ګېل نن یو وارې بیا اوږدې اوږدې شپږیزې وهلي او ۶ ځلې يې بال د ګراونډ نه بهر ويشتلی یا ورک کړی. هر ځل د بال ورکیدو وروسته بیا لوبې له بل بال راوړل شوی.

د کرېس ګېل نه علاوه د وېسټ انډیز لخوا هوپ ۶۴، هېټمېر ۲۰، براوو ۴۰، کېپتان هولډر ۱۶ او نرس ۲۵ منډې جوړې کړې او انګلینډ ته يې د ګټې لپاره ۳۶۱ منډو هدف ورکړو.

د انګلینډ لخوا بېن سټوک او عادل رشید تر ټولو غوره بالنګ وکړو دواړو د وېسټ انډیز درې درې لوبغاړي وسوځول. د انګلینډ لخوا معین علي تر ټولو زیات رنزونه ورکړل او په مقرره ۱۰ ورونو کې يې ۸۵ منډې ورکړي. په معین علي ۹ شپږیزې هم لګیدلي.

د ۳۶۱ منډو په حدف کې بیا د انګلینډ شورو هم ډیره خوندوره وه او اوپنرانو جېسن راېی او جاني بېرسټو په ۱۰ اورونو کې د ۹۱ منډو پارټنرشپ جوړ کړو. په ۱۰ماوور کې د جاني بېرسټو د اوټ کیدو وروسته جی رووټ د جېسن رايي سره ملګری شو او دواړه ډیره غوره لوبه وکړه.

د انګلینډ اوپنر جېسن راېی په ۸۵ بالونو ۱۲۳ منډې جوړې کړې چې پکې ۳ شپږیزې او ۱۵ څلوریزې وې. په ۲۶م اوور کې چې د انګلینډ سکور ۲۰۵ وو نو جېسن راېی وسوځید او د انګلینډ کېپتان اېین مورګن او رووټ په پارټنر شپ کې لوبه د وېسټ انډیز د لاسو ووتله. مورګن په ۵۱ بالونو ۶۵ منډې جوړې کړې او وروسته بیا جی رووټ هم په ۱۰۲ منډو جوړولو وسوځید خو د هغه وخته پورې لوبه د انګلینډ ګټې ته نژدې وه.

د وېسټ انډیز لخوا هولډر غوره بالنګ وکړو او ۲ وکټې يې ترلاسه کړې. بشو او تهامس د انګلینډ یو یو لوبغاړی وسوځوو. د انګلینډ لوبډلې د ۳۶۱ منډو هدف په ۴۸.۴ اوورنو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړو.

په ننۍ لوبه کې کرېس ګېل ۶ ځلې بال د ګراونډ نه بهر ويشتلی او هر ځل د لوبې د پاره بل بال راوړل شوی خو د انګلینډ جېسن راېی د لوبې غوره لوبغاړی یا مېن اف دي مېچ ټاکل شوی. د دواړه لوبډلو تر منځه به دویمه لوبه هم په برېج ټاون کې د جمعې په ورځ کیږي.

د جون په میاشت کې د نړیوال جام یا ورلډ کپ وړاندې اکثره لوبډلې خپلې روانې لوبې د نړیوال جام د تیارۍ ګڼي او غواړي په دې لوبو کې غوره لوبغاړي وټاکي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG