لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ امریکايي اداره  غواړي چې په ګاډو کې د پېټرولو په څېر د ايتنول (الکوهل) استعمال زیات کړي


د نوي فيول پيدا کونکو او د زميدارانو اتحادونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وړاندې کړی شوي د اي پي ای د دغه تجویز هر کلی کړی خو د ماحولياتو کارمندانو او د تېلو خرڅونکو ډلو دا تجويز غندلی دی
د نوي فيول پيدا کونکو او د زميدارانو اتحادونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وړاندې کړی شوي د اي پي ای د دغه تجویز هر کلی کړی خو د ماحولياتو کارمندانو او د تېلو خرڅونکو ډلو دا تجويز غندلی دی

د ماحول د تحفظ امریکايي ادارې اينوارنمېنټل پروټېکشن، ايي پي ای، تجويز وړاندې کړی چې په راروان دریو کلونو کې دې په موټرو کې د ايتنول الکوهلو او نورو حیاتیاتي تېلو استعمال زيات کړي او د ملک د تېلو د سپلاي په ذخيرو کې یې په باقاعده ډول شامل کړي.

د نوي فيول پيدا کونکو او د زميدارانو اتحادونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وړاندې کړی شوي د اي پي ای د دغه تجویز هر کلی کړی خو د ماحولياتو کارمندانو او د تېلو خرڅونکو ډلو دا تجويز غندلی دی.

د اي پي ای ايډمينېسټريټر مايکل ايس ريګن په يو بيان کې ويلي “دا تجويز د کم کاربن لرونکي بيا نوي کونکو تېلو د پاره غوره دی او د خلکو ملاتړ ته اړتيا لري چې دا منصوبه کوټلې کړي. اي پي ای غواړي د دې تجويز په ترڅ کې صارفين ته نوره خوښه په لاس ورکړي او ملک د توانايۍ توکي بدل کړي”.

په تجويز کې نوي د بايو ګيس فارمونو او د ډېرانونو د استعمال د پاره مراعات ورکول کيږي او بيا نوی کېدونکی بايوماس لکه لرګي په کار راوستل دي چې بجلي ترې جوړه کړل شي او برقي ګاډي پرې وچلول شي.

دا وړمبی ځل دی چې اي پي ای د کانګرس اکثريت ته د کتنې په ځای په خپل سر ځان ته هدف ټاکلی. اينجسۍ عوامي بحث ته شرايط برابر کړي او په جنورۍ کې به يې اورونه وي.

هدف دا دی چې د تېلو بيې راټيټې شي، په موجوده بيا نوي کېدونکو تېلو کې د کاربن د اخراج کچه راکمه کړي کوم چې په موسمي بدلون کې لاس لري. دا به د ملک د تېلو رسد سېوا کړي، انرجي به خوندي وساتي او صارفين ته به د تېلو بيې به راکمې کړي.

ايتنول د مينځني غربي ايالاتونو د اقتصاد مهمه برخه ده چې د هېواد د جوارو د پيداوار 40% جوړوي.

خو د ماحولياتو کارپوهان وايي دا د چاپېريال او موسم د پاره ښه ګام نه دی ځکه چې دومره ډېر جوار کرل به يو بې قابو قسمه زميداري عمل رامنځ ته کړي او د تېلو کارخانه دار وايي دا به د ايتنول په ازادو منډيانو اغېزې وکړي، د صارفينو خوښه ناخوښه به محدوده کړي او د دې د اعلا قسمونو استعمال زاړه ګاډي خراوبولی هم شي.

د بيانوي کېدونکي تېلو د اتحاد مشر جيف کوپر خبريالانو ته ويلي چې د اي پي ای پلان “يوه سپينه لار لري چې څنګه د صنعت ترقي دوامداره وساتي او د ايتنول په رنګ د کم کاربن لرونکي پيداور استعمال وکړي”.

هغه زياته کړه دا به د صنعت د خرڅ توان نور ډېر کړي چې کله د خاورو د تېلو په پيداوار کې 15% اينتول ګډ کړل شي او د اينتول د مرکعب خرڅ به 85% زيات شي.

د نيشنل فارمرز يونين مشر راب لاريو په يو بيان کې ويلي “څنګه چې حکومت د موسمي بدلون په اړه کار کوي نو مونږ د ډېر وخت نه اورو چې بايوفيول به د ګرين هاوس ګيسونو په کچه کې کمی راولي. د دې نورې ګټې به دا وي چې زميدارو ته به په فراخه توګه کارونه په لاس ورشي”.

خو د ماحولياتو کارمندان دې ته زهريله پلان وايي او ګڼي دا د موسمي بدلون په اړه د دروغو حل پېښ کوي.
سارا لوټز څوک چې د ماحولياتو د پاره د فرېنډز اف ارت سره کار کوي وايي “دا يو زهرجنه منصوبه ده او د ولسمشر بايډن د حکومت د ماحولياتي انصاف د ژمنو سره نېغ په نېغه په ټکر کې ده”.
هغه وايي “د بجلۍ ګاډي په ځنګلونو او فيکټريانو چلول بې کاره خبره او وبه نه چليږي”.

د امرېکن فيول اينډ پيټروکيميکل مينوفيکچررز معاون مشر جيف موډي وايي د بيا نوي کونکو تېلو پروژه د مايه ګيس پروګرام و نه چې د بجلۍ د ګاډو منصوبه. هغه په اي پي ای غږ وکړو چې د دې منصوبې د کارولو نه وړاندې په شا ورشي او ښاغلي دا منصوبه په دې رد کړه چې دا د بجلۍ د ګاډو جوړونکو ته يو لوی قانوني رعايت ورکول دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG