د ایهتوپیا په شمالي تایګری سیمه کې د ېوې مېاشتې راهسې روانې جګړې په افریقه کې د کورونا وایرس د مخ نیوي يه هڅو ډېر بد اغېز کړی دی. تازه جګړ جګړې نزدې یو میلین خلک بې کوره کړي دي او د بشري مرستو په کارونو کې سخت مشکلات دي.
د تایګری او حکومتي ځواکونو تر منځه د روانې جګړې د لاسه په لسګونو زره خلک سوډان ته کډوال شوي دي. چرته چې د کورونا پېښې ورځ تر بله په زیاتېدلو دي.
نزدې 45000 زرو خلقو د سوډان په کیمپونو کې پناه اخستی ده، په دغو کیمپونو کې د کورونا د ټیسټونو هیڅ انتظام نشته دی. یو کډوال حلیم وايي:
“د کورونا په حال کې په بسونو کې سفر مشکل دی”
هغه وویل يو بس ته همدییات نه شپیته کسان وخېژول شول، او د سوډان کیمپ ته ولېږل شول.
په خیمو کې خلکو ته ویل کېږي چې یو بل ځای کړئ، او د خوراک لپاره یو ځای په ګڼو کتارونو کې ودرول کېږي. ماسکونه هم کم دي ځکه زیاتره خلک بې ماسکونو د خوراک او کمک لپاره د مرستندویه ادارو په کتارونو کې ولاړ دي.
په اوم رکوبا کیمپ کې د مرسي کور نومې مرستندویه ادارې جانشېر حاجیوی ایسوسي ایټېټډ پرېس ته وايي دلته په ګڼو خلکو کې د سینې ناروغي ده، خو د بشري مرستو د کار کونکو سره هیڅ اوزار نشته دی چې په خلکو کې د کورونا وایرس معاینه وکړي.
ګڼ خلک چې د ایهتوپیا نه کډوال کیدل نو وجه یې جګړه وه خو وس تر ټولو غټه فکر مندي د کورونا وایرس د لګیدلو ویره ده.
جبری متين وايي: “ زه د جګړې راتښتېدلی یم، جګړه بد تره ده”
د جبری په خیال په خلکو کې د کورونا وبا لویه فکر مندي پیدا کړېده خو لوږې، تندې مجبوره کړي دي چې په کتارونو کې ودرېږي.
تمه ده د وبا د مخ نیوي او د نورو خلکو د کډوالۍ نه کولو په خاطر په ټول هیواد کې لاک ډاؤن وکړی شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فیلیفو ګرانډی وايي:
“خلک د جګړې نه ځکه تښتي چې ځانونه او خپلوان وژغوري”
هغه وویل په دې مشکل حال کې د سوډان سره د پرانستې پولې تګ لاره باید په ځای وساتل شي.
د ایهتوپیا وزیراعظم ابی احمد د یوې مېاشتې راهسې په روانه جګړه کې د بریا دعوا کړېده خو وس هم په تایګری کې جګړه روانه ده.
د بشري مرستو د ادارو چارواکي وايي په تایګری کې نزدې 6 میلینه خلق مرستو ته اړتیا لري. هلته د دوایانو کمی دی او خلک د کورونا د وبا نه هم ژغورل غواړي.
د ریډ کراس نړیوال سازمان وايي د جګړې نه پرته غټه ستونزه د کورونا وبا ده. په ځانګړې توګه په تایګری او نزدې سیمه امحارا کې بد حال دی.
د سازمان غړې ماریه سولیداد وايي:
“د تایکری سرښار میکېلې په مرکزي هسپتال کې د ژوند ژغورولو، د دردنو، او ناروغو مخ نیوي د دوایانو سخت کموت دی”
تېره میاشت د جګړې سره سم په ایهتوپیا کې د کورونا د پېښو شمار 100,000 نه اوړیدلی ؤ.
د جګړې په مهال تمام مرستندویه ادارو ته د تایګری سیمې ته د ورتللو اجازت نه ؤ. د ملګرو ملتونو د ښېګړې ادارې مشر وايي دويي د حکومت سره لوظنامه کړېده چې په متاثره سیمه کې د ښېګړې چارې وکړي خو وايي دويي ته یواځې په هغو ځایونو کې د کار اجازت دی کوم چې د حکومت په ولکه کې دي.