یورپي اتحاد، امریکې، ملګرو ملتونو او نورو پر اسرایل ږغ کړی چې په رفح کې خپل پوځي عملیات ودروي او هلته یې د بشري ناورین خبرداری ورکړ، خو د اسرايل مشران وايي په غزه کې د يوه خطر په توګه د حماس د ختمولو هدف ته د رسېدو لپاره پوځي عمليات ضروري دي.
د اسرایل پوځ د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي ځواکونو یې د تېرې ورځې په اوږدو کې یې په غزه پټۍ کې پر 80 هدفونو هوایي بمبارۍ کړې دي او مځکني ځواکونه یې د رفح په ختیځه څنډه کې جنګېدلي دي.
یورپي اتحاد د چارشنبې- شورو په ورځ وویل دا عملیات د بشري مرستو د ګډوډولو او د خلکو د بې ځایه کیدو، کاختۍ او بشري کړاوونو د زیاتېدو سبب کیږي.
د یورپي اتحاد د بهرنۍ تګلارې د مشر جوزف بوریل په وینا د اسرایل دا حق مني چې د ځان دفاع وکړي خو وايي باید نړیوال قوانین په پام کې وساتي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي:
"یورپي اتحاد په اسراییلو ږغ کوي چې په غزه کې د مخکې ناوړه بشري حالت له لا خرابولو ډډه وکړي او د رفح پوله بیرته پرانیزي، که په رفح کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي دا به له اسرایل سره د یورپي اتحاد اړیکې سختې کړي".
اسرایلي ځواکونه وایي له دې سره سره د غزې په شمالي برخو کې هم په بېلابېلو سیمو کې د حماس خلاف جنګېدلي او په دې سیمه کې دا جګړه څلور میاشتې وروسته له هغه بیا شوې چې په دې سیمه کې یې د حماس د اډاڼو تباه کولو دعوه کړې وه.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش په رفح ښار کې دننه او شاوخوا د اسرایلي ځواکونو پرمختګ "ډاروونکی" بللی او ټینګار یې کړی چې دا حالت به وار له مخه ناوړه بشري حالت لا پسې خرابه کړي.
ښاغلي ګوتېریش د سه شنبې- نهې په ورځ پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] یو ځل بیا په ټینګار سره غوښتنه کړې چې په غزه کې دې سمدستي په بشري بنیاد ډزبندي وشي او یرغمل کسان دې خوشي کړی شي.
ګوتېریش پر اسرایلي ځواکونو ږغ کړی چې د رفح بنده کړې پوله سمدستي بیرته خلاصه کړي او غزې پټۍ ته دې د بشري مرستو رسېدو ته لاره ورکړي. نوموړی وایي د غزې خلک هیڅ خوندي ځای نه لري:
"په رفح کې او شاوخوا د اسرایلي دفاعي ځواکونو د فعالیت زیاتوالی د بشري مرستو د رسایۍ مخه نیسي او له مخکې خراب حالت لا خرابوي. بلې خواته حماس هم بې توپیره راکټونه ولي، د ملکي وګړو باید هر وخت درناوی او ساتنه وشي".
له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې چې اسرایلي ځواکونو د رفح پوله نیولې غزې پټۍ ته د بشري مرستو لاره بنده شوې او د ملګرو ملتونو په وینا نیژدې څلورنیم لکه فلسطینیان په دې موده کې له رفح ښاره په جبري توګه کډه کړی شوي دي.
اسرایلي ځواکونو د امریکې او نړیوالو د مخالفت باوجود په تېره اوونۍ کې په رفح کې بمباري او نور عملیات زیات کړي دي او په دې ښار کې مېشت شويو بې کوره خلکو ته یې د بیا کډه کېدو امر کړی دی.
اسرایلي ځواکونه وایي په رفح کې یواځې محدود عملیات کوي چې د مصر له پولې سره په دې سرحدي ښار کې د حماس ډلې پاته اډاڼې تباه کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند فرحان حق وایي د رفح بې کوره شوي خلک داسې سیمو ته جبري کډه کیږي چې هلته د استوګنې ځایونه، تشنابونه او پاکې اوبه نه شته.
ښاغلي فرحان حق د سې شنبې- نهې په ورځ ناوخته یوې خبري غونډې ته وویل، غزې ته د ورغلیو سرحدي لارو له بندېدو سره تېل ډېر کم شوي چې له کبله یې د مرستو چارې په درېدو دي:
"څنګه چې موږ په وار وار ویلي، ټول اړخونه باید هر وخت نړیوال بشردوستانه قانون ته درناوی ولري. ملکي وګړي باید خوندي شي او د دوی مهمې اړتیاوې لکه خواړه، سرپناه، اوبه او روغتیا باید په هر ځای کې چې دوی په غزه کې وي او که په حرکت کې وي باید پوره شي."
د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې 1.5 میلینه فلسطینیان په رفح ښار کې اوسېږي چې د غزې پټۍ د ټولې ابادۍ تقریباً نیمایي برخه جوړوي او خبرداری یې ورکړی چې د اسرایل بریدونه به ناورین جوړ کړي.
یادونه:- په رپوټ کې د ملګرو ملتونو لپاره د وي او اې خبریالې مارګریټ بشیر مرسته کړې او ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي.
Forum