لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يورپین یونین افغانستان سره د یو ارب ډالرو د زیاتو پېسو د مرستې اعلان وکړو


طالبانو سره د خبرو په اړه د ايي یو ترجمانې نبیله ماسرلي وویل د دې لېدنې دلارې به امریکايي او ايي يو طالبانو سره د مېرمنو د حقونو د احترام ترڅنګ مسلو راپورته کولو موقع ولري چې پکې دا خبره هم یقیني کول دي چې افغانستان بیا د ترهګرو پناه ځای جوړ نشي
طالبانو سره د خبرو په اړه د ايي یو ترجمانې نبیله ماسرلي وویل د دې لېدنې دلارې به امریکايي او ايي يو طالبانو سره د مېرمنو د حقونو د احترام ترڅنګ مسلو راپورته کولو موقع ولري چې پکې دا خبره هم یقیني کول دي چې افغانستان بیا د ترهګرو پناه ځای جوړ نشي

د امریکې او د یورپين یونین د نمایندګانو یوې مشترکه ډلې د نهې، سه شنبې، په ورځ په کې قطر د طالب استازو سره نېغ په نېغه ولېدل. بلخوا یورپین یونین افغانستان سره د یونیم اشاریه دوه ارب ډالرو د مرستې اعلان وکړو.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه افغانستان سره د یورپين یونین د مرستې اعلان د یورپين کمېشن صدرې اورسوله وان ډر لین د جي ټوېنټي تنظیم د غړو هېوادونو د غونډې په موقع وکړو. د جي ټوېنټي د انلاین غونډې کوربتوب اټلي کوي.

د یورپین یونین چارواکي وویل افغانستان سره د یورپين یونین د مرستې هدف د افغانستان اقتصاد د بدحالۍ نه بچ کول او هلته د بشري ناورین مخه نیول دي.

هغې زیاته کړه چې دغه مرسته د نېغ په نېغه د افغان ولس سره کولی شي او د نړیوالو امدادي ادارو دلارې به افغانستان ته رسول کېږي او په دغه بهیر کې به طالبان شامل نه وي.

هغې زیاته کړه چې د انساني حقونو د احترام په شمول پورپین یونین طالبانو ته د دوی سره د ښکیلتیا دپاره خپل شرايط واضحه کړي دي. هغې وويل د افغانستان نه ترلاسه کېدوونکي رپورټونه خپله حال بیانوي خو د دې دا مطلب نه دی چې افغان ولس د دې قیمت ادا کړی.

ای اېف پي وايي د امریکايي او يورپین یونین د استازو د طالبانو سره د خبرو انتظام قطر کړی و.

د قطر د خارجه وزیر مشیر مطلق القحطاني وویل د طالبان تسلیمولو نه بلکې دا وخت طالبان ښکیل ساتل ترجیح ده.

طالبانو سره د خبرو په اړه د ايي یو ترجمانې نبیله ماسرلي وویل د دې لېدنې دلارې به امریکايي او ايي يو طالبانو سره د مېرمنو د حقونو د احترام ترڅنګ مسلو راپورته کولو موقع ولري چې پکې دا خبره هم یقیني کول دي چې افغانستان بیا د ترهګرو پناه ځای جوړ نشي.

ترجمانې زیاته کړه چې یورپي او امریکايي استازو طالبانو سره په ټېکنېکي او غېر رسمي کچه خبرې کړي چې مطلب یې دا نه دی چې د طالبانو موقتي انتظام په رسمي ډول تسلیم کړی شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG