لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يورپين يونين په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې


د يورپين يونين پارلمان په دې بحث کوي چې څنګه د طالبانو په واک کې پاتې کېدل، د هغوی د احتساب د طريقه کار او په سيمه کې د دې حالاتو د اغېز جاج واخلي
د يورپين يونين پارلمان په دې بحث کوي چې څنګه د طالبانو په واک کې پاتې کېدل، د هغوی د احتساب د طريقه کار او په سيمه کې د دې حالاتو د اغېز جاج واخلي

د افغانستان دپاره د يورپين یونین استازي تامس نېکولاسن ویلي د سيمې هېوادونه او ځينې نور دا ګڼي چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت نشته.

هغه وويل سيمه او نوره نړۍ غواړي په افغانستان کې دې داسې حکومت وي چې د ټولو افغانانو اتحاد ښکاره کوي

د یورپين یونین د مطبوعاتي څانګې د وېب پاڼې ترمخه د يورپين يونين پارلمان ته په خپله وينا کې تامس نېکلاسن ويلي “افغانستان د سخت ژمي سره مخ دی او د دې هېواد د پاره د شوو مالي ژمنو د جمع کېدو کچه د نيمې نه هم کمه ده. زه پوهېږم چې د يورپين يونين ځينې هېوادونه دې ته ګوري چې ګني لکه د تېر په څېر بيرته افغانستان ته لاړ شي او خپل سفارتونه په کابل کې پرانيزي که نه هغلته خپله تشه حاضري وساتي”.

د يورپين يونين پارلمان په دې بحث کوي چې څنګه د طالبانو په واک کې پاتې کېدل، د هغوی د احتساب د طريقه کار او په سيمه کې د دې حالاتو د اغېز جاج واخلي.

د یورپين یونین د پارلېمنټ د خارجه چارو کمېټۍ ته تامس نېکولاسن وويل د سيمې د حالاتو جاج د طالبانو د پاتې کېدو د پوښتنو په ځواب کې دا ښايي چې ګڼ شمېر اندونه داسې دي چې واک به نورو لاسونو ته اوړي
د یورپين یونین د پارلېمنټ د خارجه چارو کمېټۍ ته تامس نېکولاسن وويل د سيمې د حالاتو جاج د طالبانو د پاتې کېدو د پوښتنو په ځواب کې دا ښايي چې ګڼ شمېر اندونه داسې دي چې واک به نورو لاسونو ته اوړي

د یورپين یونین د پارلېمنټ د خارجه چارو کمېټۍ ته تامس نېکولاسن وويل د سيمې د حالاتو جاج د طالبانو د پاتې کېدو د پوښتنو په ځواب کې دا ښايي چې ګڼ شمېر اندونه داسې دي چې واک به نورو لاسونو ته اوړي.

د يورپين يونين د پارلمان غړي پېټراس اسټرېوېکس غونډې ته پخپله وينا کې وويل که چېرې په افغانستان کې بدلون نه راځي نو بل حل يې دا دی چې طالبان دې د جرمونو نړيوال عدالت ته کښ کړل شي.

هغه وايي “مونږ هغلته د حالاتو په اړه په يو غږ يو چې طالبان زور زياتی کوي او مونږ د دې شاهدان يو. ځکه خو زه دې نقطې ته راغلم چې که چرې مونږ حالات سمولی نه شو نو طالبان دې نړيوالې کميټۍ ته راوستل شي چې يو قسمه حل يې هم دی

د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په افغانستان کې د انساني حقونو په اړه د نړیوال تشویش په جواب کې وویل په د طالبانو حکومت د انساني حقونو د خلاف ورزو په اړه د شکایتونو په شفافه ډول تحقیقات کوي او "حق حقدار ته ورکول کېږي."

بلخي په ټوېټر خپل پېغام کې وویل په افغانستان طالبانو د بیا وکمنېندو نه پس "د تېرو شلو کلونو په پرتله، د بشري حقونو په وضعیت کې (د) پام وړ مثبت بدلون راغلی. "

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG