لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یورپين یونین چارواکی وايي اوکراین ته ګوله بارود ورکولو په سر اختلافات به ختم کړی شی


کولیبا تېره هفته په دي اړه مایوسي څرګنده کړې وه چې د یورپي یونین ملکونو هغه معاهده نه ده عملي کړې چې د اتحاد غړي به په مشترکه ډول اوکراین ته د توپخانې ګولۍ ورکوي او د ګولیو په جوړولو کې به اضافه کوي
کولیبا تېره هفته په دي اړه مایوسي څرګنده کړې وه چې د یورپي یونین ملکونو هغه معاهده نه ده عملي کړې چې د اتحاد غړي به په مشترکه ډول اوکراین ته د توپخانې ګولۍ ورکوي او د ګولیو په جوړولو کې به اضافه کوي

د یورپين یونین د خارجه تګلارې مشر جوزف بورېل د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل اوکراین ته د ګوله بارود ورکولو په سر ځینې اختلافات شته خو هغه امید لري چې دغه اختلافات به ختم او تفصیلاتو ته به حتمي شکل ورکړی شي.

بورېل په لکسمبرګ کې خبریالانو ته وویل هرڅوک به دا پوهه ولري چې دا انتهايي بېړنی صورتحال دی.

بورېل د يورپين یونين د خارجه وزیرانو غونډې دپاره لکسمبرګ ته رسېدلی و.

د یورپين یونین د خارجه وزیرانو غونډې ته د واکراین خارجه وزیر دمېترو کوليبا د وډیو په زریعه تقریر وکړو او ويې وېل په اوکراین کې جنګ د ودرولو بهترینه لاره دا ده چې روس جګړه ودروي او د اوکراین نه ووځي.

د کولیبا د تقریر نه پس بورېل په ټوېټر خپل پېغام کې ویل ترڅو روس د اوکراین نه نه وي وتلی دوی به دا خبره یقیني کوي چې اوکراین د روس د جارحیت په ضد د خپلې دفاع صلاحیت لري.

کولیبا تېره هفته په دي اړه مایوسي څرګنده کړې وه چې د یورپي یونین ملکونو هغه معاهده نه ده عملي کړې چې د اتحاد غړي به په مشترکه ډول اوکراین ته د توپخانې ګولۍ ورکوي او د ګولیو په جوړولو کې به اضافه کوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ یو روسي چارواکي د کرایمیا په سيوستپول بندر د ډرون حملې خبر ورکړو.

د ښار ګورنر په سوشل ميډیا وویل چې روسي ځواکونو یو ډورن تباه کړو او دویم وچاودېدو.

د اوکراین پوځ په دې اړه څه تصدیق نه دی ګړی.

روس په ۲۰۱۴ کې کرایمیا نیولي او په خپل ملک کې ضم کړې ده خو نړیوالې ټولنې دا اقدام نه دی منلی.

د برطانيې د دفاع وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د اوکراین په هغو سیمو کې چې روس نیولي په خلکو فشار اچول کېږي چې د روس پاسپورټونه قبول کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG