لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپین یونین: طالبانو سره به خبرې کوو


جوزپ بورېل
جوزپ بورېل

د یورپي ملکونو د اتحاد مشر سفارتکار جوزپ بورېل ویلي طالبانو سره د خبرو پرته بله کومه لاره نشته او په کابل کې په سفارتي توګه د موجودګۍ دپاره به د یورپین یونین غړي هېوادونه خپلو کې رابطې کوي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه ښاغلي بورېل په سټراسبرګ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ یورپي پارلېمنټ ته وویل د افغانستان مسله لا ختمه نه ده او هلته "په واقعاتو د اثر انداز کېدلو دپاره مونږ سره د طالبان راښکیلو پرته بله کومه لاره نشته چې کړوو."

په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو خپله موقتي کابینه اعلان کړې خو بل کوم ملک یې حکومت په رسمي ډول نه دي منلی. نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې مېرمنو په نشتوالي مایوسي څرګنده کړې ده.

د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي
د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي

د رویټرز ترمخه د یوپین یونین خارجه وزیرانو طالبانو سره سفارتي تعلقات او امداد د انساني او په خصوصي توګه د مېرمنو د حقونو احترام سره مشروط کړی دی.

جوزپ بورېل وویل طالبانو سره د انساني حقونو په اړه غږېدل په خپل ځان کې د تضاد خبره هم کېدلی شي خو "مونږ به ترې هم په دې مسله پوښتنه کوو."

که څه هم طالبانو ویلي د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي خو د انساني حقونو فعالان او افغان مېرمنې په دې باره کې تشویش لري.

طالبانو واک ته د رسېدو نه وروسته افغان مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې هم کړي دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې په خبري کانفرس کې په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې افغانستان سره دې مرستې بیا شروع کړي او مرستې دې هغه په قول د سیاست سره نه تړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG