بحیره روم کې د مهاجرینو په مسله غور دپاره د یورپین یونین یا یورپي اتحاد خارجه او داخله وزیران په لیسزمبورگ کې راغونډیږي.
د گل یا دوشنبې په ورځ غونډې په داسې مهال کیږي چې بحیره روم کې د لیبیا ساحل سره نزدې لاهو شوي بیړۍ مسافرو لټون دپاره عملیات روان دي. په عین حال کې د شام د مهاجرینو یوه کشتۍ د اټلي سسلي ساحل سره نزدې سمندر نه راویستل شوي ده.
د شام په اته نوي رغورل شوو مهاجرینو کې ١٣ ماشومان هم شامل وو. د مهاجرینو بیړۍ ترکې نه یورپ ته په سفر وه.
د یورپي یونین د خارجه تگ لارې مشره فریډریکا موگاریني وايي یورپي هیوادونو ته په شریکا د مهاجرینو په مسله کار کول پکار دي. هغه وايي یورپي هیوادونه دا اخلاقي ذمه واري لري چې دداسې قسمه غمژونو پیښو په وار وار د رامینځته کیدو مخه ونیسي.
د ملگرو ملتونو د مهاجرینو ادارې یو این ایچ سي ار ترجمانه کارلوټه سمي وايي یورپ کې د ښه ژوند ېه لټون کې مهاجرین په مختلفو طریقو ځان خپل منزل ته رسول غواړي.
د لیبیا ساحل سره نزدې د لاهو شوي بیړۍ د مسافرو شمیرې په هلکه متضاد رپورټونه راغلې دي. ځېنې رپورټونه دغه شمیره ٧٠٠ ښائي خو ځېنې وايي تر ٩٠٠ پورې کسان په لاهو شوي بیړۍ کې سواره وو.
د اتوار یا یکشنبې ناوخته پورې ٢٨ کسان ژوندې موندلی شوي وو او د ٢۴ و کسانو مړي د سمندر نه راویستل شوي وو. امدادي کارکونکې وايي زیاتره کسان په لاهو شوي بیړۍ کې نښتې دي چې د سمندر تل ته غورځېیدلې ده.