لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د يورپین یونین مشران کییف ته رسېدلي


د یورپين یونین د خارجه چارو مشر جوزېف بورېل وویل د یورپین یونین پلاوی د کییف دوره ځکه کوي چې اوکراینیانو سره د خپل ملاتړ اظهار وکړي چې د خپل وطن دفاع کوي

اوکراین ولس ته د ملاتړ پېغام په لاس د یورپین یونین مشران د زیارت، پنجشنبې، په ورځ کییف ته ورسېدل او د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي ویلي په اوکراین د یرغل یو کال پوره کېدو په مناسبت روسي ځواکونه جګړه زیاتولی شي.

د يورپین کمېشن صدرې اوسوله وان ډر لاین په ټوېټر خپل پېغام کې وویل "مونږ دلته یوځای یوو چې وښښيو ايي یو د همېشه په شان په کلکه د اوکراین سره ولاړ دی او چې خپل ملاتړ او خپله همکاري نوره هم ژوره کړوو."

د یورپين یونین د خارجه چارو مشر جوزېف بورېل وویل د یورپین یونین پلاوی د کییف دوره ځکه کوي چې اوکراینیانو سره د خپل ملاتړ اظهار وکړي چې د خپل وطن دفاع کوي.

هغه وویل په اوکراین د روس د یرغل راهسې یورپين یونین د اوکراین سره ولاړ دی او "مونږ د فتح او د بیا رغونې پورې ولاړ یوو."

اوکرایني چارواکي او د یورپين یونین مشران به د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې په اوکراین کې جګړې ته د يورپین یونین په ردعمل، امدادي هلو ځلو او بیا رغونې، په نړیواله کچه د خوراک په تحفظ او په یورپین یونین کې د شاملېدو دپاره د اوکراین په خواست خبرې کوي.

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي قوم ته خپله شبینه وېنا کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل تېر کال د فېبرورۍ په 24 نېټه په اوکراین د یرغل شروع کولو کال پوره کېدو په مناسبت روس کوښښ کولی شي چې د جنګ په مېدان کامیابي ترلاسه کړي.

اوکرایني صدر وویل د اوکراین په مشرق کې د روس په حملو کې زیاتوالی لیدل کېږي او صورتحال کې شدت په زیاتېدو دی.

روسي ځواکونه د تېرو څو میاشتو راهسې په دونڅک سیمه کې په بخموت خپل ګرفت مضبوط کړي.

د بخموت سره نژدې علاقه کې روسي ځواکونو یوه په مزایل وېشتي او امدادي کارکونکي د ژوندیو کسانو په لټون کې وو. په حمله کې درې کسان وژل شوي او 20 نور زخمیان شوي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ امریکې د روس نور چارواکي او کاروبارونه په اوکراین کې د جنګ په سر تور فهرست کې شامل کړل.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز، ای اېف پي او ای پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG