لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوپ فرانسس په اسټریا کې د مهاجرینو په مرگ غمرازي او دعا کړې


د فراسن وزیراعظم ویلي پناه گزین خپلو هیوادونو کې د جنگ جگړو او زوریدو نه پناه غواړي او پکار ده چې یورپي هیوادونه يي هرکلی وکړي. هغه وویل فرانس به د راتلونکو خلکو کیسونو په بیړنۍ توگه کتنه کوي
د فراسن وزیراعظم ویلي پناه گزین خپلو هیوادونو کې د جنگ جگړو او زوریدو نه پناه غواړي او پکار ده چې یورپي هیوادونه يي هرکلی وکړي. هغه وویل فرانس به د راتلونکو خلکو کیسونو په بیړنۍ توگه کتنه کوي

د عیسائي مذهب تر ټولو لوې روحانی مشر پوپ فرانسس اسټریا کې د ٧١ غیر قانوني مهاجرینو په مرگ خفگان څرگند کړی او دا يي په ټول انسانیت تیری گرځولی دی.

په روم کې پوپ فرانسس مړو ته په خپله دعا کې وویل "مونږ هر یو کس د الله رحم ته سپارو." هغه په نړي والو مشرانو غږ وکړو چې دداسې قسمه "جرائمو" مخنیوي دپاره دې موثر اقدامات پورته کړي.

په عین حال کې هنگري ویلي د انساني کاچاک یا سمگلنگ په الزام يي پنځم کس هم نیولی دی چې په ټرک کې د ٧١ کسانو مرگ سره هم تړون لري. ددې نه وړاندې درې د بیلجیئم شهریان او یو افغان په دې لړ کې نیول شوي دي. د ٧١ کسانو مړي په یو ټرک کې په اسټریا کې موندلی شوي وو.

په داسې حال کې چې په زرگونو خلک افریقا او د منځني ختیز د هیوادونو نه په غیرقانوني توگه یورپ ته روان دي، د برطانيي، فرانس او جرمني کې امنیتي چارواکو مهاجرینو د نوم لیکنې یا رجسټریشن دپاره د ښه نظام پرځائې کولو په ضرورت زور واچولو.

د فراسن وزیراعظم ویلي پناه گزین خپلو هیوادونو کې د جنگ جگړو او زوریدو نه پناه غواړي او پکار ده چې یورپي هیوادونه يي هرکلی وکړي. هغه وویل فرانس به د راتلونکو خلکو کیسونو په بیړنۍ توگه کتنه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG