لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یورپي یونین چارواکي: افغانستان نه د کډوالو سره تړلې ممکنه خطر دې سنجیده واخیستل شي


مېرمن یوهانسن د یورپي ملکونو نه وغوښتل چې افغانستان نه د راتلوونکو کسانو دې په مناسب ډول کتنه او نوم لیکنه کوي
مېرمن یوهانسن د یورپي ملکونو نه وغوښتل چې افغانستان نه د راتلوونکو کسانو دې په مناسب ډول کتنه او نوم لیکنه کوي

د يورپي ملکونو اتحاد، یورپين یونین، د کورنیو چارو مشرې یلوا یوهانسن ویلي يورپي ملکونه دې د امنیت هغه خطر زیات سنجیده واخلي چې افغانستان نه د کډوالو سره راپورته کېدلی شي او یورپي ملکونه دې د کډوالو څارنه او نوم لیکنې ته پام زیات کړي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د جمعې په ورځ په لکسزمبرګ کې د خپلو هم منصبانو سره د غونډې وروسته مېرمن یوهانسن وویل "افغانستان نه د ترهګرو د خطر په اړه به زه وویم چې اندازه ده چې د خبرتیا کچه په مناسب ډول اوچته نه ده." هغې زیاته کړه په دې لړ کې نور ګامونه پورته کېدل پکار دي.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي په افغانستان کې طالبانو واک ته رسېدو په نتیجه کې یورپ ته د کال 2015 ویرې بیا تازه شوې. رپورټ وايي په دغه کال د ترکي نه یونان دلارې قریباً یو مېلین کډوال رسېدلي وو چې پکې شامیان، عراقیان او افغانان شامل وو.

یوهانسن وویل په موجوده وخت کې د يورپ په لوري په لویه شمېره کې د افغانانو حرکت نه لیدل کېږي خو نړۍ ته پکار ده چې د خطر سره مخامخ افغانانو ته تحفظ ورکړي.

هغې د یورپي ملکونو نه وغوښتل چې افغانستان نه د راتلوونکو کسانو دې په مناسب ډول کتنه او نوم لیکنه کوي.

"دا د امنیت دپاره په حقیقت کې هم ډیره ضروري ده. او زه به دا خبره ضرور وکړم چې زه د دې لوی خطر په اړه ډیره اندېښمني لرو چې القاعده به په افغانستان کې بیا د بحاله کېدلو جوګه شي،" یلوا یوهانسن وویل. د یورپین یونین د کورنیو چارو مشرې د هغو اسبابو ذکر هم وکړو چې له امله یې افغانان مهاجرت ته مجبورشي.

مېرمن یوهانسن وویل په افغانستان کې حالات ډیر خراب دي، د اقتصادي بدحالۍ، د لوږې او د انساني بحران خطرات ډیر زیات دي.

ملګري ملتونه وايي په تېرو څو میاشتو کې پېنځه لکه افغانان د ملک دننه بې کوره شوي دي او که چېرې د صحت د خېرښیګړې سهولتونه، سکولونه او اقتصادي نور هم خراب شي نو د ملک دننه د بې کوره شویو افغانانو تعداد نور هم زیاتېدلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG