د یورپي کمیشن مشرې اروسولا وان دیر لیین انکشاف کړی چې په روس په شپږو میاشتو کې د خامو تیلو په ګډون د یو شمیر نورو مصنوعاتو د پابندیو پلان لري .
البته دا منصوبه په متفقه توګه یورپي اتحاد غړي هیوادونو نه منظوریدل ضروري دي.
وان ډیر لیین یورپي پارلمان ته وویل:
"راځئ چې په ډاګه ووایو، دا به اسانه نه وي ځکه چې ځینې غړي هیوادونه د روس تیلو ته حاجتمند دي، مګر باید دا کار وشي."
هغې وویل چې مرحله ایز چلند به د یورپي اتحاد ته موقع وربرابر کړي چې د روس د مصنوعاتو متبادل پیدا کړي او د انرژۍ نړیوال بازارونو منفي اغیزې ختمې شي، او په روس باندې په فشار سوا کولو کې مرسته وکړي .
د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي د روس د انرژۍ د مصنوعاتو د کمولو لپاره د لا پراخو اروپايي اقداماتو غوښتنه کړې، او د دې اونۍ په پیل کې یې ویلي دي چې د اروپايي اتحاد په نوي پېکېج کې:
"باید د انرژۍ سرچینو څخه د روس د مصنوعاتو د مخنیوي لپاره واضح ګامونه شامل وي."
دلته په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د برتانیه د بهرنیو چارو وزیرې لیز ترویس هم د اوکراین د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرائس وویل چې سفارتکارانو:
"اوکراین ته د اضافي امنیت او بشري مرستو او د اټلانټیک اتحاد په تسلسل" خبرې وکړې، هغو وویل:
"د هغو کسانو لپاره چې د اوکراین د کرملین په جګړه کې مالي یا مادي ملاتړ کوي به ورسره مرسته کېږي."
هلته روس د اوکراین په جنوب لویدیځ ښار اودیسا باندې نوې حملې کړي دي.
د اودیسا ښاري کونسل یا شورا ویلي، د روسانو په یوه حمله کې د ګل په ورځ د استوګنې یوه ودانۍ لګېدلې، چۍ یو 15 کلن هلک پکې وژل شوی او یوه جینۍ پکې ژوبله شوې ده.
د اودیسا ګورنر مکسیم مارچینکو ویلي، د روسانو یو میزایل په سیمه کې په سټراټیجیک پول باندې لګېدلی.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د کلابند شوي ماریپول څخه د ملکي وګړو د په محفوظه توګه د وښکلو عمل مشکل دی.
د ماریپول ښاروال یا ميئر د نهې په ورځ وویل، یو لک اوکراینیان لا تر اوسه هم په ښار کې پاتې دي.