لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهاجرینو په مسله د ترکي او یورپي یونین موافقه


مغدونیه یونان سره خپل سرحد تړلی دی چې دا رنگ هیواد ته د کډوالو د راتگ مخه ونیسي
مغدونیه یونان سره خپل سرحد تړلی دی چې دا رنگ هیواد ته د کډوالو د راتگ مخه ونیسي

د مهاجرینو په مسله ترکي او د یورپي هیوادونو اتحاد، یورپین یونین، یوې لوظنامې ته رسیدلې دي.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، ترکي به هغه ټول مهاجرین بیرته په خپله خاوره ځایه وي چې ترکي د لارې یورپ ته داخل شوي دي.

په بدل کې یورپي هیوادونه په اصولي توگه د انقره د دې غوښتنو سره اتفاق کړی دی چې ترکي سره به اضافي مالي امداد کوي، یورپي یونین کې ترکي د رکنیت دپاره مذاکرات به په چټکتیه کولی شي او یورپي هیوادونو کې د ترکي شهریانو ته بغیر د ویزې په ازادۍ د سفر کولو اجازه ورکړی کیږي.

خو د ملگرو ملتونو د مهاجرینو ادارې یو این ایچ سي ار ترکي او د یورپين یونین د مفاهمت غندنه کړې ده.

د یورپي سیمي دپاره د یو این ایچ سي ار مامور وینسټ کوچیټیل ویلي په اجتماعي توگه مهاجرین ترکي بیرته لیږل کډوال د یورپی او نړي والو قوانینو دلاندې تحفظ غوښتنو د حق نه محرومه کوي.

د رائټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه، ښاغلي کوچیټیل په جنیوا، سویټرزلینډ کې خبری کانفرنس ته وویل که چري یورپي هیوادونه په اجتماعي توگه خارجیان د خپلو سرحدونو نه وباسي نو دا به د انساني حقوقو په اړه خپله د یورپي قوانینو خلاف ورزي وي. هغه وویل دغه اقدام به د نړي والو قوانینو خلاف ورزي هم وي.

کوچیټیل ویل تیر کال د سپټمبر په میاشت کې یورپي هیوادونه په دي خبره متفق شوي وو چې یونان کې موجود شپږ شپیته زره مهاجرین به د یورپ په نورو ملکونو کې ځایه ولی شي خو په دغه شمیره کې یوازې شپږ سوو کډوالو ته نورو هیوادونو کې پناه ورکړی شوي ده. هغه ترکي سره د یورپین یونین د معاهدې د عملي کیدو په اړه د خپلو تحفظاتو څرگندونه وکړه.

ترکي د شام ٣٠ لکه مهاجرینو ته پناه ورکړې ده. خو کوچیټیل وویل ترکي د افغانسان او د عراق نه یوازې درې فیصد کډوالو ته ځائې ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG