لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټریسا مئ د بریگزیټ معاهده امضا کړه، خو ورسره مخالفتونه رااوچت شوي دي


د اروپايي اتحاد صدر ډانلډ ټسک د اتوار په ورځ په ټویټر اولیکل برسلز کې ٢٧ اروپايي هیوادنو مشرانو د اروپا نه د برتانیې د وتلو او راتلونکې وختونو کې د اروپا او د برتانیه ترمنځ د تعلقاتو په اړه د لاسلیک شوې معاهدې منظوري ورکړې ده.

په کال ٢٠١٦م برتانیه کې ریفرینډم شوی وو چې پکې د اروپا نه د وتلو فیصله شوي وه، د هغې وورسته اروپايي هیوادنو مشرانو او د برتانیه ترمنځ ١٦میاشتې خبرو اترو وروسته خواوشا ٦٠٠ پاڼو باندې مشتمل معاهده کې لاسلیک شوي.

په دې معاهده کې لیکلې شوي چې د اروپا او برتانیه ترمنځ تعلقات څنګه پکار دي، دوی به په کوم شرایط یو بل سره کاروبار کوي، په پوله به تګ راتګ لپاره کوم نظام وي.

برتانیه کې زیاتره خلک د دې معاهدې نه خوشحاله نه دي، او وزیراعظمي ټیریسا مئ لپاره دا وخت لوې چیلنج د برتانیې پارلمان نه د دغه لوظنامې منظوري ده.

پکار ده چې د برتانیه پارلمان دغه معاهده زر تر زره منظور کړي، ګینې د کال ٢٠١٩م د مارچ په ٢٩مه نیټه به بغیر څه د لوظنامې نه برتانیه د اروپا نه بیل شي، کوم چې دغه هیواد د لوی مالي بحران سره مخ کولې شي.

د برتانیه په اخبارونو کې د وزیراعظمې ټیریسا مئ لخوا یو اپیل خپور شوي چې پکې دهیواد وګړو ته ویلې شوي چې د دغه لوظنامې منظوري لپاره دې خپل کردار ادا کړي. تر اوسه د ټیریسا مئ خپل سیاسي ګونډ کنزویټو پارټي دا یقین نه دې ورکړي چې هغوي د دغه لوظنامي ملاتړ کوي او کنه.

وزیراعظمي په خپل اپیل کې لیکلې، دغه لوظنامه زمونږ د ټولو په مفاد کې ده، دا به د ټول هیواد په مفاد کې وي. په دې معاهده کې د هغه د ټولو خلکو د مفادو خیال ساتلئ شوی چا د اروپا نه د وتلو په حق کې یا مخالفت کې ووټ ورکړی وي.

د خالي په ورځ د برتانیه پخواني خارجه وزیر بورس جانسن د یو داسې وزرات وړاندیز کړی وو چې پکې بغیر څه معاهدې نه د اروپا نه د وتلو جاج واخلي.

نوموړی وايي دا به ډیر ضروري وي چې مونږ د خبرو اترو په وخت پر اعتماد یو، او ښکاره کړو چې زمونږ سره یو با اختیاره وزیر شته کوم چې به دغه ټول کارونه تر سره کوي او زمونږ هیواد تیار کړي چې د نړیوال تجارت ادارې په شرایطو مخ په وړاندې لاړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG