لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اروپا نه د افغان کډوالو بیرته لیږلو په سر د بشري حقونو ادارو اندیښنې ښودلي


د اروپايي هيوادونو لخواه په زرګونو افغان کډوال په زور کابل ته ستنولو پرسر د بشري حقونو ادارو سختی انديښنې ښودلي.

د اروپايي هیوادونو رسمي شمیرو تر مخه د ٢٠١٥م نه تر ٢٠١٦م پورې د دغه هیوادونو نه افغانستان ته بيرته ليګل شوو کډوالو شمیره یو په درې سېوا شوی ده.

د نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل تر مخه افغان کډوال پداسې وخت خپل هيواد ته ليګل کيږي چې په دغه هیواد کې جګړه دوام لري.

‍د اېمنسټي انټرنيشنل یو غړی اوډري ګوګرن وايي ٫٫ په افغانستان کی د رپورټونو تر مخه ٢٠١٦م تر ټولو زيات خونړی کال وو. پدغه کال کی نيزدی یولس زره تلفات رپورټ شوي او په ٢٠١٧م کی ملګرو ملتونو شپاړس زره د بدامنۍ پيښی ريکارډ کړي. پداسی حالاتو کې افغان کډوال بېرته لیږل چې هلته امنیتي وضعه خرابه ده د اندیښنې وړ ده.٬٬

محمد جمشيدی تيره مياشت د جرمنی نه کابل ته بیرته ليګل شوی او د نورو ډیرو افغانانو په شان هغه وايي د هغه سره انصاف نه دی شوی.

محمد جمشيدي وايي ٫٫ د اروپا په ډيرو هيوادونو کی د شام نه راغلو کډوالو ته زیات پام ورکړل کیږي. شامي کډوال د ځان درج کولو لپاره يواځې درې مياشتې وخت لري. خو د شامیانو په مقابله کی افغانان د کلونو تیرولو وروستو هم د اروپا نه ويستل کيږي.٬٬

اېمنسټي انټرنيشنل د هغه افغانانو قضیو یا کېسونو ته زیات پام کوي چې په بمي چاودنو کی ژوبل يا وژل شوي دی. او ګنړو نورو افغانانو د مذهب او په نسلي بنياد د وژل کيدو له یرې خپل هيواد پريښودی دی.

د اروپا نه بېرته لیږل شوي افغانانو کې یو شمیر بیا د افغانستان داسېسیمو ته لیږل شوي چې دوي وړاندې دغو سیمو ته نه وو تللي.

د دغه ګام په اړه اروپايي هيوادونه بیا دریځ لري چې دغه برخې په امنیتي توګه خوندي دي. خو د اېمنسټي انټرنيشنل غړی دغه خبره نه مني او وايي: ٫٫ دا خبره سمه نه ده، د افغانستان په يو ايالت کی هم امنيت سم نه دی. او افغانان داسی سیمو ته ليګل کيږي چې هغوي پخواه ليدلي نه دي او دوي نه وي خبر چې دغلته به ژوند څنګه وي.٬٬

جرمني د افغان کډوالو په بيرته ستنولو دغه کار هغه مهال وځنډوو کله چې د روان کال مۍ په مياشت کی په کابل کی یو خونړی برید ترسره شو. په دغه برید کې ١٥٠ کسان اوژل شول او د جرمني سفارت خانې ته هم ځيان ورسیدو. خو جرمني د تیرې میاشتې راهسې دغه سلسله بيا پيل کړی ده.

د جرمني د کورنو چارو وزارت وايس اف امريکا ته ويلي چې هر يو افغان چې بيرته خپل هیواد ته ليږل کيږي، د هغوې د کيس جاج اخستل کيږي او د اېمنسټي انټرنيشنل د اټکل يي ردونه کړی چې په افغانستان کی په هر ځايې کی د امنيت وضعه خرابه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG