د افغانستان نه هغه پروازونه ځنډېدلي دي چې اېس ايي وي یا امریکې ته د مهاجرت خصوصي ويزې لرونکي افغانان یې قطر او نورو ملکونو ته انتقالول. ځینو سرچینو ویلي دغه پروازونه د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو له امله ځنډېدلي دي.
د وي او ای رپورټ وايي دغه پروازونه د میاشت نه د زیات وخت راهسې ځنډېدلي خو لا نه ده معلومه چې کله به بیا شروع شي.
په افغانستان د طالبانو د بیان واکمېندو نه پس د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت افس اف دي کوارډینېټر فار افغان ریلوکېشن، کېیر، اېس ايي وي اهلیت لرونکي افغانان د هوايي سفر او د ځمکې په لارو به بهر تګ کې مرسته کوي.
په زرګونو افغانان د طالبانو د واکمنېدو په تازه ورځو کې په پوځي جهازونو کې کابل نه د افراتفرۍ ښکار انخلا کې راویستل شوي دي. د دې وروسته افغانستان نه د افغانانو د تجارتي پروازونو دلارې کېدله.
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (ترجمانې) وي او ای ته د دې خبرې تصدیق وکړو چې د جون ودرول شوي دي. ترجمان (ترجمانې) زیاته کړه چې امید کوي دغه پروازونه زر بیا شروع شي.
د طالبانو په تګلاره د سختو نیوکو باوجود امریکې د طالبانو ستاینه کړې وه چې اېس ايي وي ویزې لرونکو افغانانو ته به ملک نه د تګ اجازت ورکولو.
د کېیر په عملیاتو کې ککړو سرچینو کابل نه د پروازونو د ځنډېدو په اړه مختلف وضاحتونه وړاندې کړل.
یوې سرچینې ویلي د اېس ايي وي افغانانو پروازونه د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو په سبب ځنډېدلي دي.
خو د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل هغه څه معلومات نه لري چې طالبانو په پروازونو بندیزونه لګولي دي.
دویمې سرچیني وویل امریکې د دې تشویش په سبب پروازونه ځنډولي چې د دغو پروازونو نه افغان هوايي کمپنو ګټه ترلاسه کوله او دا احتمال هم په کې و چې په داسې کولو په طالبانو د امریکې د اقتصادي پابندیو خلاف ورزي کېږي.
فعالان غوښتنه کوي چې د اېس ايي وي ویزه لرونکو افغانانو د انخلا پروازونه دې بیا شروع کړی شي.
د امریکې مرسته کونکو افغانانو د مرستې دپاره کارکونکي غیر حکومتي ادارې افغان ايوېک مشر شان وان ډایور وویل پکار نه ده چې امریکا د خپلو اتحادیانو په اړه خپله ذمه واري ودروي.
سټېټ ډپارټمنټ وايي ۱۵۲۰۰۰ افغانانو چې وايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره کار کړی اېس ايي وي ویزو دپاره یې خواستونه کړي دي.
که څه هم طالب چارواکو د عامې معافۍ اعلان کړی، وايي افغانان دې وطن نه پرېږدي، د انساني حقونو تنظیمونو دریځ دی چې د طالبانو د پخواني نسکور شوي حکومت چارواکي او امریکايي ځواکونو سره پخواني کارکونکي په هدف کړي دي. طالبان دا خبره ردوي.
ناقدین وايي د خطر سره مخامخ افغانانو د راوېستلو عمل د سست روۍ ښکار دی.
د انټرنېشنل رېفیوجي اسسټنټ پروګرام نومې ادارې اېډم بېټس وايي په تېرو دوو کلونو کې د امریکې حکومت ناکامه شوی چې په چټکتیا او منظم ډول د خطر سره مخامخ افغانان راوباسي.
امریکايي چارواکي وايي د اېس ايي وي اهل افغانانو د انخلا دپاره به هر ممکن کوښښ کوي. د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (ترجمانې) وویل د ګڼ شمېر عوامل د افغانان د انتقالولو په بهیر اثر غورځوي چې ځينې په کې د امریکې د حکومت په اختیار کې نه وي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي