د اسټرېلیا د پوځ یو پخواني وکیل یا قانون پوه ته په دې جرم قریباً شپږ کاله د قېد سزا اورول شوې په افغانستان کې د اسټرېلوي ځواکونو د ممکنه جنګي جرمونو په اړه خفیه معلومات یې صحافیانو ته افشا کړي وو.
ډېوېډ مېک برایډ په دې مقدمه کې د غلا په شمول د دریو الزاماتو اعتراف کړی دی.
د اسټرېلیا سرښار سېډني کې سپریم کورټ د نهې، سه شنبې، په ورځ خپله فېصله کې ۶۰ کلن مېک برایډ ته پينځه کاله او اته میاشتې د قېد سزا واوروله.
د عدالت جج د مېک برایډ دا دعوه رد کړه چې هغه ته نه وه معلومه چې د اسټرېلین براډکاسټېنک کارپورېشن سره د ۲۰۰ نه زیات دستاوېزات په ورکولو هغه د څه قانون خلاف ورزي کړې ده.
اسټرېلین براډ کاسټېنګ کارپورېشن د دغو دستاوېزاتو په بنیاد د خبرونو یوه لړۍ نشر کړه چې په کې دا الزامات افشا شول چې د اسټرېلیا خصوصي ځواکونو د ۲۰۰۹ نه تر د ۲۰۱۳ پورې په افغانستان کې د ماشومانو په شمول ۳۹ غېر مسلح افغانان وژلي دي.
د دې خبرونو وروسته د اسټرېلیا پوځ تحقیقات شروع کړل او دا سپارښتنه یې وکړه چې د پوځ د ۱۹ موجوده او پخواني عسکرو خلاف دې قانوني اقدامات وکړی شي.
Forum