لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د نوو ضلعو خلک وايي د انتخاباتو ګڼ شمېر امیدوارانو خپل منشور په سمه توګه ولس ته نه دی رسوولی


د باجوړ نه د صوبايي اسمبلۍ اميدوار مولانه خانزېب وايي د امنيت خرابې وضعې له امله اميدواران نه شي کولې چې په ازاده کمپېن وچلوي
د باجوړ نه د صوبايي اسمبلۍ اميدوار مولانه خانزېب وايي د امنيت خرابې وضعې له امله اميدواران نه شي کولې چې په ازاده کمپېن وچلوي

په خېبر پښتونخوا کې د ضم کېدو وروسته په پخوانیو قبایلي ضلعو کې په دویم ځل د صوبايي او قامي اسمبلۍ انتخابات کېدونکي دي خو مقامي اوسېدونکي وايي په ووټونو کې برخه اخیستونکي زیاتره امیدواران ولس ته خپل منشور په سمه توګه په رسوولو کې لا نه دي بريالي شوي.

په سيمه کې انتخابي کېمپين سوړ او د عامو خلکو دلچسپي هم په کې کمه ليدل کيږي۔

د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند د مومندو ضلعې يکه غونډ بازار ته ورغلی و چېرته چې ځاي په ځاي د مختلفو ګوندونو جهنډې لګېدلی وې خو په بازار کې د اوميدوارانو څه تېز کمپېن نه لیدل کېدو.

ځايي خبريال ګل محمد مومند وویل د اکثرو اميدوارانو کمپېن په قلاره روان دی او په ووټونو کې د عام اولس د برخه اخیستلو دپاره امیدواران په خپلو هڅولو ناکامه ښکاري.

ګل محمد مومند وویل "دلته زياتره اميدوارانو سره کومه ايجهنډا نشته دې، که د هغوي نه سوال وشي چې څه به کوۍ د خلکو د پاره نو په دغه اړه ورسره بيا کوم پلان نه وي."

ځايي خلک د سوړ انتخابي کمپېن يو بل علت په سيمه کې د امنيت خراب صورتحال هم بلي.

په اتمه جنورئ د باجوړپه ماموندو سيمه کې د سړک غاړې ښخ بم چاودنه کې اته پوليس اهکار ووژل شوو. په کوهاټ، بنو او ډي ايي خان ضلعو کې هم د وسله والو بريدونو کې پوليس اهکار په نخښه شوي دي.

د جنورۍ په دريمه نېټه په باجوړ کې د جميعت علما السلام انتخابي امیدوار خېر الله او په شمالي وزيرستان کې د نېشنل ډېموکرېټک مومنټ مشر محسن داوړ باندې بريدونه شوي دي. دواړه په بريدونو کې بچ وتلي.

په لسمه جنورۍ په شمالي وزيرستان کې ازاد اميدوار کليم الله سره د دوو ساتونکو د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوی دی۔

د باجوړ نه د صوبايي اسمبلۍ اميدوار مولانه خانزېب وايي د امنيت خرابې وضعې له امله اميدواران نه شي کولې چې په ازاده کمپېن وچلوي۔

مولانه خانزېب وویل "د بده مرغه د باجوړ نه د وزيرستانه پورې په دې سيمه کې په عمومي توګه، بيا خامخا د ټاکنو چې کوم عمل روان دې داسې مشکلات شته دې چې په هغه انداز کې اولس ته پېغام رسولو د پاره چې کوم ډاډا چاپيريال دې نو د بد مرغه دلته د بدامنۍ وضيعت داسې دې چې وخت په وخت باندې دلته پېښې کيږې، او دغه بدې پېښې دلته په سياسي چاپيريال باندې ډير زيات اغېز لري."

د پاکستان د ټاکنو کمېش په تکرار دا خبره کړې چې په اتمه فرورۍ به پرامنه، پاک او بې پلوا اتنخابات يقيني کوي.

د خېبر پښتونخوا نګران حکومت هم ويلي چې پرامنه او رڼو انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دي۔

سياسي کارکنان وايي چې د نورو سيمو په نسبت په پخوانۍ فاټا ضلعو کې سياسي هلو ځلو ته ډيره توجو پکار ده چې عام ولس د جمهوري اقدارو سره معرفي شي او ګټې ورته ورسوول شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG