لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پل چرخي زندان پخواني مسول ته د هالېنډ عدالت د جنګي جرمونو په سر د قید سزا اورولې ده


جج وویل د 1983 نه تر د 1988 پورې کله چې پل چرخي زندان د 76 کلن رفیف د اختیار او کمانډ د لاندې و نو د قیدیانو په ځورول کېدو هغه د مشرۍ کردار لرلو
جج وویل د 1983 نه تر د 1988 پورې کله چې پل چرخي زندان د 76 کلن رفیف د اختیار او کمانډ د لاندې و نو د قیدیانو په ځورول کېدو هغه د مشرۍ کردار لرلو

د هالېنډ یو عدالت د کابل د پل چرخي زندان پخواني مسول ته د جنګي جرمونو په سر دولس کاله د قید سزا اورولې ده.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه عبدالرزاق حفیف د 1980 په لسیزه کې د پل چرخي زندان "انچارج" یا مسول و.

دي هېګ د عدالت یو جج وویل د خپل مسولیت په مهال به حفیف د قیدیانو سره په بې دریغه ډول د ظلم او بې عزتۍ سلوک کولو او قیدیانو به یې د ازادۍ نه محرومه کوول. جج وویل دغه جنګي جرمونه ده.

جج وویل د 1983 نه تر د 1988 پورې کله چې پل چرخي زندان د 76 کلن رفیف د اختیار او کمانډ د لاندې و نو د قیدیانو په ځورول کېدو هغه د مشرۍ کردار لرلو.

جج وویل په زرګونو قیدیانو ځورول شوي او ځینې پکې وژل شوي وو.

د ای اېف پي ترمخه جج وویل رفیف په تشدد کې ککړ و او ماتحتانو ته به یې حکمونه ورکول او ورته معلومه وه چې ماتحتان یې د قیدیانو سره څه کوي خو هغه به نه منع کوول.

د ای اېف پي ترمخه دي هېګ کې مقدمه د یورپي ملکونو د هغو کوښښونو برخه ده چې غواړي د شام او افغانستان په شان ملکونو کې په جنګونو جرمونو کې ککړ کسان د خپلو جرمونو په سر د احتساب سره مخامخ کړی شي.

د ای اېف پي ترمخه رفیف په 2019 کې ګرفتار شوی دی. د هالېنډ مامورینو د هغه په اړه په داسې حال کې تحقیقات شروع کړل چې په ځینو بلاګونو کې ووېل شو چې هغه په هالېنډ کې ژوند کوي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG