لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منصور احمدخان:پاکستان ته به افغانستان ته دیو ازاد اؤ خپلواک هیواد په توګه کتل وي


پخوانی سفیر منصور احمد خان وایي دا دومره ساده معامله هم نه ده ځکه چې ټي ټي پي دافغان طالبانو دامیر په لاس بعیت کړی دی نو ځکه اوس دافغان طالبانو لپاره دا د سیاسي سره،سره نظریاتي معامله هم ده

افغانستان کې دپاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان وایي دپاکستان واکدارانو اؤ ولس ته به دا خبره په پام کې نیول وي چې دافغانستان په اړه ټولو چارو کې باید افغانستان ته د یو ازاد اؤ خپلواکه هیواد په توګه وکتل شي.

وي او ای اردو سره خبرو کې پخواني سفیر ویلي ټي ټي پي‌ سره دخبرو لړۍ باید پرمخ یوړل شي خو ددې ترڅنګ په افغان طالبانو هم فشار راوړل ضروري دي چې هغوئ باید خپله خاوره دنورو پرضد کارولو ته پرې نه ږدي ولې چې دا د دوحې دسولې دتړون تر ټولو مهم شرط دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې دطالبانو حکومت په پرله پسې ډول وایي هغوئ دخپلې ژمنې سره سم دهیڅ یو هیواد پرضد خپله خاوره کارول کیدو ته نه ورکوي .

په دې وروستیو کې افغانستان کې دپاکستان دسفیر په توګه خپل ماموریت سرته رسونکي ښاغلي منصور احمد خان وي او ای اردو ته ویلي دي کله چې افغانستان کې طالبان واک ته ورسیدل نو هغوئ پاکستان،چین اؤ ازبکستان ته د اورپکو ډلو سره دمذاکراتو پیل کولو وړاندیز کړی ؤ خو وایي چین اؤ ازبکستان دغه وړاندیز ونه منلو اؤ پاکستان ورته غاړه کېښوده اؤ پاکستاني طالبانو سره یې خبرې پیل کړې.

هغه وایي افغان طالبان د ټي ټي پي سره د دوؤ لسیزو اړیکي لري اؤ افغان طالبان غواړي چې دټي ټي پي په معامله باید پاکستان دصبر نه کار واخلي.

دامریکې دبهرنیو چارو محکمې دکال 2020م پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې د دریوؤ زرو نه نیولي تر څلورو زرو پاکستاني طالب وسله وال دا مهال افغانستان کې شتون لري.

هغه ویلي پاکستان دا مهال دافغان طالبانو نه هیله لري چې هغوئ به د ټي ټي پي پرضد سنجیده ګامونه واخلي اؤ دپاکستان پرضد به د ټي ټي پي دفعالیتونو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې دافغان طالبانو په منځګړتوب دپاکستان د ریاست اؤ پاکستاني طالبانو ترمنځ دتېرو څو میاشتو راهسې د سولې مذاکرات روان دي اؤ دواړو خواؤ د اوربند اعلان هم کړی دی خو دتېرې میاشتې نه پاکستاني طالبانو یو وارې بیا پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي اؤ ددې بریدونو ذمه وارۍ هم پغاړه اخلي.

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وي‌ او ای ډیوه ته وایي هرڅو که تر دې دمه پاکستان یا ټي ټي پي د اوربند ماتولو رسمي اعلان نه دی کړی خو پاکستان کې د طالبانو د بریدونو له ذمه واریو قبلولو نه وروسته اوس په دې اوربند پوښتنې راولاړې شوې دي.

طاهر خان وایي هر څو که اوربند نه دی مات شوی خو دبشپړ اوربند نوم هم ورته نه شي ورکړل کیدای ولې چې د دواړو خواؤ تر منځ بې باوري ده اؤ دبې باورۍ په حالت کې خلک په اوربند باور نه شي کولی.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې افغان طالبان ولې پاکستاني طالبان دپاکستان پرضد له فعالیتونو نه شي منعې کولی ؟ پخوانی سفیر منصور احمد خان وایي دا دومره ساده معامله هم نه ده ځکه چې ټي ټي پي دافغان طالبانو دامیر په لاس بعیت کړی دی نو ځکه اوس دافغان طالبانو لپاره دا د سیاسي سره،سره نظریاتي معامله هم ده.

دپاکستان اؤ افغانستان داړیکو په اړه پخوانی سفیر وایي د دواړو هیوادونو په اړیکو کې په مستقل ډول بې باوري موجوده ده اؤ دا بې باوري د عامي کچې نه نیولې تر لوړې کچې غځېدلې ده .

هغه ویلي دپاکستان واکدارانو اؤ ولس ته به دا خبره په پام کې نیول وي چې دافغانستان په اړه ټولو چارو کې به باید دغه هیواد ته د یو ازاد اؤ خپلواکه هیواد په توګه وکتل شي.

هغه وویل دپاکستان اؤ افغانستان په جغرافیه ، تاریخ اؤ کلتور کې زیات یوشان والی موندل کیږي اؤ له دې امله داسلام اباد ځېنو ښو ګامونو ته هم ځینې وختونو کې د افغانستان دننه دمداخلې په نظر کتل کیږي.

هغه وایي هم ددې تاثر له امله دپاکستان ښه ګامونه هم دطالبانو چارواکي دمداخلت په تناظر کې اخلي.

هغه وایي په افغانستان کې د هند سفارت په بیا پرانستل کیدو پاکستان څه اندېښنه نه لري خو زیاتوي اسلام اباد به هغه وخت اندېښمن وي چې که هند دپاکستان سره لګیدلو نا ارامه سیمو کې داړي ګړي اؤ تاو تریخوالي د زیاتوالي لامل جوړیږي څنګه چې یې مخکې هم کړي وؤ.

هند مدام دپاکستان دداسې رقم تورونو تردید کړی دی چې ګنې افغانستان کې دپاکستان پرضد زمینه سازي کوي.

(دې رپورټ کې دپخواني منصور احمد خان په اړه خبرې د وي او ای اردو نه اخستل شوې دي)

XS
SM
MD
LG