لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سعودي کې د سرقلم کېدو په انتظار شېرعالم ۱۴ کاله درې هم خوړلي


د سر وهنې په دغه نندارچيانو کې ډېر کېداېې شي په دې ځان له زړه ښه کړي چې د سعودي باچا عدل وکړو خود دغې بوګنونکې نندارې په ليدونکو کې به د شېرعالم کشر ورور مير عالم (فرضي نوم) هم ولاړ وي دهغه په زړه به څه تېريږي؟ دغه به يو الله ته ښکاره وي.

په سعودي عرب کې د خېبر پښتونخوا شېرعالم( خپله نامه يي بله ده) په ضد لګول شوي تورونه دروغ يا ريښتيا- دا ځانله بحث دی خو د نن نه پوره ۲۳ ورځې وروسته به د شېر عالم نه د سر قلم کولو نندارې ته په ګڼ شمېر کې خلک ورغوڼدېږي.

د سر وهنې په دغه نندارچيانو کې ډېر کېداېې شي په دې ځان له زړه ښه کړي چې د سعودي باچا عدل وکړو خود دغې بوګنونکې نندارې په ليدونکو کې به د شېرعالم کشر ورور مير عالم (فرضي نوم) هم ولاړ وي دهغه په زړه به څه تېريږي؟ دغه به يو الله ته ښکاره وي.

شېرعالم ۱۴کاله وړاندې د نشيي توکو د قاچاق په تور نيول شوی وو او په لومړي کال ورته عدالت ۱۴ کاله قېد او په سوونو درې سزا اورولې وه.

د سر قلم کېدو نه وړاندې ورته ۱۸۰ درې وهل هم پاتې وې خو ورو يي وايي د مرګ په تخته ولاړ مشر ورور يي نور په درو وهلو نه پېرزو کېده نو ځکه يي د خپلې مزدورۍ پېسې عدالت ته د جرمانې په توګه ورکړې چې خپل ورورد درو وهلو نه بچ شي.

د شېر عالم بچو او کورنۍ ۱۴ کاله په دې انتظار کې تېر کړل چې هغه به ژوندی کور ته ورشي خو د سعودي عرب قاضيانو لکه چې د شېر عالم نه د سر قلم کولو پوخ نيت کړی وو، د هغه نه يي په ۲۷ م اپرېل د سر وهلو يوه بله خونړۍ فېصله واوروله.

قانوني ماهران د سعودي عرب په دغه عدالتي نظام نيوکې کوي او وايي که د شېرعالم جرم د سر وهلو وو نو ۱۴ کاله يي هغه له په کومه کاته په درو وهلو خو هم په لومړي کال دې ورله هم دغه سزا ورکړې وې نو تراوسه به يي د کورنۍ زړه هم صبر شوی وی.

د پښتنو په سيمو کې له بد امنۍ او بې روزګارۍ د لاسه اکثره ځوانان د عربي هېوادونو سفر کوي چې پکې ځينې ځينې شپه په شپه د مالدارۍ په لالچ کې د سمګلرانو په لاسو کې ورشي چې انجام يي هم دغه د شېرعالم په څېر د سر قلم کېدل شي.

په سعودي عرب کې د نشايي توکو لکه چرس پوډر يا هېروېن وغېره سمګل کول لوي جرم دی او رپوټونه وايي که د چا سره د يو خاص مقدار نه سېوا اومندل شي نو سر ترې قلم کوي.

په سعودي عرب کې هم لکه د نړۍ د وتلي هېوادونو په څېر په هوايي ډګرونو د څارنې داسې قوي نظام لګېدلی وي چې په بکسونو او بېګونو کې څه چې د انسان په بدن کې دننه هم د سمګلنګ توکي معلومولی شي.

د بخښنې نړيوال تنظيم په سعودي عرب غږ کړې د بشري حقونو د سرغړونو نه دې لاس واخلي او لکه د نورې مهذبه نړۍ دې د مرګ سزا يا سرقلمول ودروي او په خپل قانون کې اصلاحات وکړي.

https://www.amnesty.org/en/latest/campaigns/2018/03/saudi-arabia-should-invest-in-human-rights-not-pr-campaigns/

د چارسدې مهربان خان وايي د سعودي عرب په جيل کې ورله د ډېرو ملګرو نه سرونه وهلي، دی وايي په چا چې د سرقلم کېدو سزا وخيژي هغه د جمې په ورځ د مانځه نه وړاندې د ځندان نه اوباسي وصيت ترې واخلي او بيا يي د جمې د مونځ نه پس د ښار لوي چوک ته بوځي سترګې ورله وتړي او لاس ورله شاته غوټه کړي، قاضي يي سزا واوروي او توره په لاس جلاد ته ا شاره ورکړي. جلاد ترې په يو وار سرقلم کړي.

مهربان وايي د دغسې سروهلو مجرمانو مړی خپلو اقرباو ته نه ورکول کيږي د سعودي عرب د قبرستان محکمه يي پخپله سنبالوي او هيڅ څوک يي سلی نه شي ليدلی.

د بشري حقونو ادارې د سعودي عرب دغه سزا يوه غېر انساني عمل ګڼي.

رپوټونه وايي سعودي عرب په ګرده نړۍ کې د مرګ په سزا ورکونکو هېوادونو کې په لومړي نمبر دی چرته چې په داسې جرمونو کې هم د مجرمانو نه سرونه قلم کيږي چې جرم يي ډېر وړوکی وي لکه د نشايي توکو ګرځول، کوم چې اوس په ډېرو هېوادونو کې آزاد شوي.

په امريکه کې له ډېره وخته رهسې چرس څښل قانوني جرم وو خو نن سبا په ډېرو رياستونو کې چرس آزاد دي او هيڅ قانوني بنديز نه لري.

دسعودي عرب په ځندانونو کې د پښتون شېرعالم قيصه يوه نه ده،هره مياشت په ميډيا کې دغسې رپوټونه راځي چې سعودي عرب کې د دومره دومره مجرمانو نه سرونه قلم کړی شول.

د چارسدې يو بل ځوان چې پخپله يي هم اووه کاله د سعودي عرب د دمام ښار په ځندان کې تېر کړي دنوم نه ښودلو په شرط وي –او-ای ډيوه ته ويلي د سعودي عرب په جيلونو کې عجمي (غېر عرب) بندي سره بدل قانون کارول کيږي

" په اېرپورټ چې کومو خلکو سره نشايي توکي ونيسي د هغوي سزا مرګ دی ، نيول شوی ملزم په کلونو کلونو په ځندان کې پروت وي او چې کله يي وار راشي په عدالت کې ناست درې قاضيان او يو حکومتي وکيل ورته د مرګ سزا واؤرۍ چې په ضد يي ملزم ته د اپيل يا وکيل حق هم نه ورکړل کيږي".

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG