لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قانون پوهه وايي د خلکو د بې درکه کېدو په ضد د قانوني مسودې د بې درکه کېدلو په اړه د حکومتي وزېرې بیان غېر ذمه وارانه دی


شیرین مزاري
شیرین مزاري

څيړونکي د بشري حقونو د مرکزي وزيرې شيرين مزاري دا بیان غیر ذمه وارانه بولي چې ویلي یې دي د خلکو ته بې درکه کېدو په ضد د قانون مسوده بې درکه شوي ده.

قامي اسمبلۍ دغه مسوده منظوره کړې ده چې پکې په فوجدارۍ قانون کى د بدلون د لارى د خلکو په زور بې درکه کول د سزا وړ جرم ټاکلو فېصله شوې ده

د مېرمن مزاري بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی دی چې حکومتي کميشن وايي د شپږو زرو نه زيات بې درکه یې موندلي دي خو کمېشن دا نه ښايي چې دغه کسان د چا په ولقه کى وو او د هغوي په ضد حکومت څه قانوني ګامونه پورته کړي دي؟

په اسلام اباد کې ميډيا سره د خبرو په وخت که څه هم شيرين مزاري د قانوني مسودى د ورکيدو پخلى کړى خو ورسره ېې دا هم وويل د اخېري اطلاع ترمخه مسوده دا وخت سينيټ سيکريټيرټ يا دفتر کى پراته ده

د قانون پخوانى مرکزي وزير او د ملکي دستور ماهر افتخار حسين ګيلاني د قانوني مسودى د بى درکه کيدو په اړه د شيرين مزاري بيان غير ذمه ورانه بولي

د وي او اى ډيوه سره خبرو کى هغه وويل قانوني مسوده به اوس هم پارليمان او اړونده فايمه کميټيانو کى پرته وي او د دې ورکيدل ممکنه نه دي

نوموړي زياته کړه داسى ښکاري حکومت جبري اچتولو پيښى قابل سزا جرم ګرځولو خپلى ژمنى نه د په شا کيدو لارى لټوي.

د پاکستان اعلى عدالتونه هم وخت په وخت د بى درکه تنانو معامله راوچتوي.

تيره ورځ د چيف جسټس ګلزار احمد په مشرى د سپرپم کورټ دري کسيزه بينچ دافغانستان پلى ته نيزدي امنيتي ځواکونو ګاډي باندى ترهګره بريد په تور ګرفتاره عارف ګل نومى ملزم ياد عدالت ته نه پيش کولو په سر حکومت باندى سختى نيوکى کړى وے او اعلى عدالت په دى اړه وزير اعظم راغوښتو خبردارى هم ورکړي و

تېر کال د نومبر په مياشت کې د قامي اسمبلى لخوا منظور کړى شوي د مسودې د لاندې ضابطه فوجدارى قانون کې د بدلون د لارى د خلکو په جبر اوچتول د سزا وړ جرم ګرځولو پريکړه شوى وه او دا مسوده بيا دمنظورى لپاره سينيټ ته ليږل شوي ده

پاکستان کى د خلکو په زور د اوچتولو پيښو په سر د پو خفيه ادارو پلو ګتى اوچتيګي خو د پاکستان پوځ دا تور ردوي او دا بې اساسه بولي

د پوځ يو پخواني وياند جنرل اصف غفور ويلى وو بى درکه زياتره پاکستانيان افغانستان ته اوړيدلى ځکه یې د مرګ او ژوند درک نه معلومېږي.

څيړونکی احمد بلال محبوب وايي د دې نه په ډاګه کيږي د بى درکه تنانو د لټون لپاره موثره قانون سازي څومره ضروري ده.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې احمد بلال محبوب وويل عارف ګل د پوځ د د انتظام دلاندې د کوهاټ په انټيرمنټ سنټر يا حراستي مرکز کى بنديوان دى او تر اوسه حکومتي وکيلانو دعدالت په وړاندى دا دريځ خپلولو چى د هغه اسلام اباد ته رارسيدو باندى به پينځه ورځې وخت لګي چې د بلال په خبره د اعلى عدالت په وړاندى لويه غلط بياني ده.

د بشري حقونو ملکي او نړېوال تنظيمونه بلوڅ ملت پاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستان کى د بى درکه تنانو شميرى ډيرى زياتى يا زرګونو کى ښايي.

بل اړخ ته حکومتي کميشن هم دغه شميرى8781 ته د رسيدو پخلى کوي.

د کميشن تازه شميرو ترمخه دسمبر مياشت کال 2021 دى کى شپږ زرو نه زيات بى درکه تنان لټون شويدى خو 2267 تنان له اوس هم بى درکه دي.

حکومتي کميشن دا نه ښايي بازياب کړى شوى تنان د چا په ولقه کى وو او دا دوي په صد تر اوسه څه قانوني کاروايي شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG