لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ونډو بازار غورځېدلی، روپۍ بې قدره شوې، پوهان يې علت سياسي بې ثباتي ښايي


د پاکستان سټاک اېکسچېنج د وېب پاڼې ترمخه نن سهار کاروباري ورځ مارکيټ په 40190 درجې روان شوی او ماسپښين په دوه بجې 617 درجې راکم شوی وو
د پاکستان سټاک اېکسچېنج د وېب پاڼې ترمخه نن سهار کاروباري ورځ مارکيټ په 40190 درجې روان شوی او ماسپښين په دوه بجې 617 درجې راکم شوی وو

د پاکستان د ونډو بازار د شورو/ چهارشنبې په ورځ [26 اکتوبر] د 600 درجې نه زيات غورځېدلی او پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې بې قدره شوې ده، اقتصاد پوهان وايي د ونډو بازار ټيټېډل او د روپۍ بې قدره کېدو علت په ملک کې سیاسي بې ثباتي ده.

په پاکستان کې د ونډو بازار غورځېدلی او روپۍ بې قدره شوې دا په داسې حال کې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکي وزيراعظم عمران خان پرون اعلان کړی چې د جمعې په ورځ د لاهور نه اسلام اباد ته د حکومت ضد لانګ مارچ کوي.

اقتصاد پوهه او په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحادیې مشر ملک بوستان وايي، "د عمران خان د اعلان وروسته د ادارو او ولس ترمنځه د کړکېچ اندېښنه راپورته شوې او د هغې اثرات نېغ په نېغه د ونډو په بازار پرېوتي دي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پاکستان چې د اېف اې ټي اېف د خړ نوملړ څخه بهر شو د هغې سره په مارکيټ کې مثبت تاثر جوړ شوی وو خو د سياسي بې ثباتۍ سره د کاروباریانو اعتماد بيا بې ځایه شو او اغېزې يې ښکاره شوې".

هغه زیاته کړه بايد حکومت او ادارې د سياسي ثبات دپاره ګامونه پورته کړي.

د پاکستان سټاک اېکسچېنج د وېب پاڼې ترمخه نن سهار کاروباري ورځ مارکيټ په 40190 درجې روان شوی او ماسپښين په دوه بجې 617 درجې راکم شوی وو.

د دې ترڅنګ په انټر بېنک مارکيټ کې د روپۍ په مقابله کې ډالر 30 پېسې ګران شوی او د ډالر بيعه په انټر بېنک کې 220 روپۍ او 40 پېسو ته رسېدلې ده. تيره ورځ په انټر بېنک مارکيټ د ډالر بیعه 219 روپۍ او 73 پېسې وه خو په پرانستي مارکيټ کې د کاروباریانو په وينا دا وخت په مارکيټ کې يو ډالر په 224 روپۍ خرڅيږي.

په خېبرپښتونخوا کې د پېسو کاروباري انور شاه وي او اې ډيوه ته وويل، "مونږه ډالر په 222 روپۍ اخلو او په 224 يې خرڅوو".

هغه وويل په ملک کې د سياسي بې ثباتۍ له امله په پرانستي مارکیټ کې بدلون ليدل کيږي.

د پاکستان اقتصاد چې د فشار سره مخ دی، اقتصاد پوهان وايي څو پورې چې ملک ته د بهر څخه پېسې نه وي راغلي ډالر په ځای نه شي ودرېدی او روپۍ به بې قدره وي، او د هغې اثر به د ونډو په بازار هم وي.

د خزانې وزير اسحاق ډار نن په ټویټر ویلي، "د ايشيايي پرمختيايي بېنک لخوا پاکستان ته يو نيم اربه ډالره منتقل شوي دي". او دې سره به د پاکستان غېر ملکي زرمبادله ذخیره مستحکم شي.

د پاکستان د مرکزي بېنک د وېب پاڼې ترمخه د روانې میاشتې اکتوبر په 14م نېټه د مرکزي بېنک سره د زرمبادله ذخیره 7.6اربه ډالره وه. او په ملک کې د کمرشل بېنکونو په ګډون ټوله غېر ملکي زر مبادله ذخيره 13.25 اربه ډالره وه.

اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصاد بهرنيو پېسو ته اړتيا لري چې ثبات ومومي خو د دې دپاره اړينه ده چې په ملک کې سیاسي اړی ګړی نه وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG