لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دميشت افغان کډوالو دستونزو هواري لپاره په ځايي کچ دقانون جوړولو غوښتنه شوې


د پاکستان حکومت د ماهرينو دغه غوښتنې ته لا کوم غبرګون نه دې ويلي خو په قامي اسمبلۍ کې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر محسن داوړ ويلي چي د افغان ګډوالو لپاره په مقامي کچ قانون جوړولو باندې د هېواد د بهرنیو ،کورنو چارو وزارتونو او د سيفران وزارت د بشري حقونو په کمېټۍ کې اتفاق کړى دى
د پاکستان حکومت د ماهرينو دغه غوښتنې ته لا کوم غبرګون نه دې ويلي خو په قامي اسمبلۍ کې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر محسن داوړ ويلي چي د افغان ګډوالو لپاره په مقامي کچ قانون جوړولو باندې د هېواد د بهرنیو ،کورنو چارو وزارتونو او د سيفران وزارت د بشري حقونو په کمېټۍ کې اتفاق کړى دى

ماهرينو په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزې د هواري لپاره په ځايي کچ د قانون جوړولو غوښتنه کړې ده.

اسلام اباد د خپلواکه څېړنيزې ادارې سسټېنبل ډوېلپمنټ پاليسي انسټیټیوټ د سورى لاندې کانفرنس ته ماهرينو ويلي چي په حکومتي کچه تګلاره کې بې غورۍ افغان ګډوال د خپل شناخت، د امدن د ذريعو او شهريت په اړه تل اغېزمن کړي چې له کبله يې د هغوي نفسیاتي وضعیت ته بې کچه زيان رسېدلى دى.

د پاکستان حکومت د ماهرينو دغه غوښتنې ته لا کوم غبرګون نه دې ويلي خو په قامي اسمبلۍ کې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر محسن داوړ ويلي چي د افغان ګډوالو لپاره په مقامي کچ قانون جوړولو باندې د هېواد د بهرنیو ،کورنو چارو وزارتونو او د سيفران وزارت د بشري حقونو په کمېټۍ کې اتفاق کړى دى.

هغه وايي په دې لړ کې کميټۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يو اېن سي اېچ ار څخه هم قانوني مسوده غوښتې ده.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د خېبر ښېګړې لپاره د کار کوونکي غېر دولتي تنظيم شارپ مشر لياقت بنوري وايي په دې هېواد کې افغان کډوال د وېرونو سره مخ کېږي او باید چې دوى ته د تحفظ ورکولو لپاره قانون جوړ کړې شي.

افغان ګډوال او تارکين او په پاکستان کې دبشري غبرګون د سر خط لاندې راجوړ کړى شوي کانفرنس ته کارپوهانو په خپل بحث کې ويلي پاکستان ضرورت لري چې د افغان کډوالو ستونزه په بشري بنياد حل کړي او په ځاي کچه قانون جوړ کړي تر څو د کډوالو د ستر کوربه هېواد په توګه د نړیوال کنونشنز دستخط کوونکى شي.

د ماهرينو په وېنا په تګلاره کې غفلت افغان کډوال د خپلې پېژندګلو، د امدن د وسيلو او د تابعیت په برخه کې تل اغېزمن کړي چې د هغې نفسياتي وضعیت ته يې بې کچه نقصان رسولى دى.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يو اېن سي اېچ ار د شمېرو ترمخه دا وخت په پاکستان کې شاوخوا 14 لکه افغان کډوال په قانوني توګه مېشته دي او تېر کال اګست کې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راپدیخوا 2 لکه 50 زره نوي افغانان هم پاکستان ته ګډه شوي دي.

کانفرنس ته کارپوهانو وېلي چي د افغان کډوالو د ستونزې له کبله د پېدا شوې قانوني خلا يا تشې ډکولو لپاره باید چې په ځايي کچ داسې قانون جوړ کړى شي چې خپل هېواد ته د ستنېدو، نقل مکانۍ او جذب کولو عوامل په پام کې وساتل شي.

په دې هکله ډيوه سره خبرو کې د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو د قاېمه کمېټۍ مشر او د نېشنل ډېموکرېټک مومنټ ګوند چېرمين محسن داوړ وویل چې په دې اړوند يې د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو د کمېټې دسيوري لاندې يوه سب کمېټي جوړه کړې ده او د يادې کمېټۍ دوه غونډې هم شوې دي.

وايي د کمېټې غونډې ته د بهرنیو، کورنيو چارو او ددې ترڅنګ يې د سېفران د وزارتونو مسولين وربللي وو.

هغه وايي د کمېټې په غونډه کې د افغان کډوالو لپاره د ځايي قانون په جوړښت اتفاق شوى دى.

ښاغلي داوړ وویل کله چې مونږ په دې اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له چارواکو وپوښتل چې تاسې سره کومه مسوده شته نو هغوي ورته وویل چې قانوني مسوده ېې د سېفران وزارت ته ورکړې وه لا پرې څه کار نه دى شوى.

نوموړي وويل چې د بشري حقونو د کمېټې په راتلونکي غونډه کې به د کډوالو نړیواله اداره دغه قانوني مسوده راوړي او که پکې څه کمى بېشى وي نو هغه به کمېټه پوره کړي.

وايي دا مسوده چې کله کمېټۍ ته راشي نو د بحث او غور وروسته به ېې هم دى په خپله د پرايويټ ممبر بل په توګه اسمبلۍ ته وړاندې کړي.

محسن داوړ زياتوي چې هغوي د کورنیو چارو وزارت ته دا خواست هم کړى چې تر څو د افغان کډوالو لپاره قانون نه وي جوړ شوې نو تر هغې دې نوي ګډه شوي افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه نه کړل شي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د مقامي قانون د نيشتوالي له کبله دوي اکثر د ځاي پولیسو لخوا د ځورونو سره مخ کېږي او د تېر نومبر د مياشتې په 11 نېټه د سيند صوبې په کراچۍ، حېدر اباد او جام شورو ښارونو کې ځايي پولیسو نزدې 1200 هغه افغانان د اسنادو د نيشتوالي په پلمه نيولي او بنديوان کړي وو چې يا خو له وړاندې دغلته مېشت وو او يا په دې وروستیو کې ګډه شوي وو.

دغو کډوالو کې د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه نزدې 300 ښځې او ماشومان هم شامل وو.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د خېبر ښېګړې لپاره د کار کوونکي غېر دولتي تنظيم شارپ مشر او قانون پوهه لياقت بنوري د افغان کډوالو لپاره د ځايي قانون په جوړښت ټينګار کړى او ویلي يې دي چې افغان کډوال په پاکستان کې قانوني تحفظ ته سخته اړتیا لري.

ښاغلي بنوري وویل قانون چې هر څنګه وي خو اصل مقصد د افغان کډوالو تحفظ باوري کول دي.

هغه وايي مونږ د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټۍ ته بلل شوي وو او مونږ ورته دوه وړانديزونه کړي.

وايي يو دا چې نوى قانون دې جوړ کړى شي خو دا ډېره ګرانه ده چې د پاکستان حکومت نوى قانون جوړ کړي ولې چې واکمنان په دې کې دلچسپي نه لري.

دى وايي بل وړانديز مو دا کړى چې حکومت د کال 1946 فارن اېکټ کې داسې بدلون راولي چې افغان کډوالو ته په کې د نيولو او بېرته خپل هېواد ته د ستنولو څخه استثنا ترلاسه وي.

د کراچۍ څخه د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ د کورنیو چارو د قاېمه کمېټۍ غړي سيد اغا رفيع الله ډيوه ته وېلي په دې اړه قانون جوړول پکار دي خو پکار ده چې په افغانستان واکمن طالبان دې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د ستونزو څخه د پاکستان حکومت خبر کړي.

دي وايي پاکستان افغان کډوالو ته هر ډول اسانۍ ورکولو ته تېار دى او مخکې يې هم ورکړي دي

ښاغلي اغا رفيع الله وویل که ملګري ملتونه په دې بابله کردار ادا کړي نو ګمان کوي چې د کډوالو ستونزې به هوارې شي خو نوموړى زياتوي پاکستان نه شي کولى چې په يوازې د لکونو افغان کډوالو پېټى يوسي.

پخواني سنېټر او د بشري حقونو فعال افراسياب خټک ياد کانفرنس ته ويلي چي پاکستان د خپل قيام راپدیخوا په فعاله توګه د هندوستان، ميانمار، بنګله دېش او افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو دکډوالو کوربه توب کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG