لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان راتلونکي انتخابات به کله کيږي؟ د حکومت او قانون پوهانو نظر


رانا ثناالله ويلي  2023 د انتخاباتو کال نه دی
رانا ثناالله ويلي  2023 د انتخاباتو کال نه دی

پاکستان کې د اوسني حکومت د مودې ختمېدو وروسته د نوو انتخاباتو په حواله تاوده بحثونه روان دي د حکومت ځینې وزيران وايي راتلونکي انتخابات روان کال او ځينې وايي انتخابات کېدل وخت اخستی شي.

روېټرز خبري ادارې د نهې، سه شنبې، په ورځ د پاکستان د ای ار وایي ټېلې وژن له قوله وویل چې وزیراعظم شهبازشریف ویلي حکومت به يې د اګست په نهمه نېټه تحلیل شي.

د اييني چارو پوهان وايي که قامي اسمبلي د وخت څخه مخکې تحليل کيږي نو راتلونکي انتخابات به په 90 ورځو کې کې دننه کول وي او که چرې اسمبلۍ په خپل وخت تحلیل کيږي نو بيا به د دستور ترمخه انتخابات په 60 ورځو کې دننه کول وي.

د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله د شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز سره خبرو کې ويلي په ايين کې درج دي چې د کال 2016 د سر شمېرنې په بنياد دوېم الېکش نه شي کېدی او دستور وايي د سرشمېرنې وروسته حلقه بنديانې ضروري دي او په حلقه بنديانو کې نزدې 120 ورځې لګېدی شي.

رانا ثناالله ويلي 2023 د انتخاباتو کال نه دی.

د کورنیو چارو وزیر په انتخاباتو کې د ځنډ دا خبره د مشترک مفاداتو د کونسل د هغه پرېکړې وروسته کړې ده چې د نوې سر شمېرنې منظوري ورکړی شوې ده او اوس به د انتخاباتو کمېشن د نوو حلقه بنديانو په اړه فېصله هم کوي.

د قانوني او دستوري چارو ماهر اېډوکېټ شېر امان وايي د پاکستان په دستور کې د سرشمېرنې او حلقه بنديانو هيڅ ذکر نشته.

د وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، په وخت سر شمېرنه کول د انتخاباتو د کمېش ذمه واري نه ده او پکار وي چې حکومت دا عمل د وړاندې نه بشپړ کړې وی او دستور چې د انتخاباتو کوم وخت ورکړی هغه به منل کيږي.

د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن هم د مشترکه مفاداتو کونسل د فېصلې په عدالت کې چلېنج کولو ويلي چې د مشترکه مفاداتو د کونسل لخوا د نوې سر شمېرنې منظورول د انتخاباتو د ځنډولو هڅه ده.

په مرکزي حکومت کې شامل ځينې اتحادي ډلې هم د کورنیو چارو وزیر په خبره اندېښنې ښښي او وايي مسلم لیګ ن ګوند ورسره په دې اړه مشاورت نه دی کړی.

د عوامي نیشنل ګوند سېنېټر حاجي هدايت الله خان وايي ګوند یې په راتلونکو انتخاباتو کې د ځنډ او يا د نوو حلقه بنديانو په اړه اعتماد کې نه دی اخستل شوی.

د وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل ګوند به یې په انتخاباتو کې ځنډ برداشت نه کړي، ځكه چې نوی حکومت په وخت راشي نو هله به هېواد په اقتصادي لحاظ ښه کېږي.

ځاي مطبوعات د سرچينو د قوله وايي، چې د وزير اعظم شهباز شريف لخوا نن صدر ته د قامي اسمبلۍ د ماتولو لپاره د ايډوايس لېږلو امکان دی.

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې دي نيوزويلي، د وزير اعظم د ايډوايس يا وړانديز ترلاسه کيدو يوه ورځ پس قامي اسمبلي تحليل کولی شي.

د منصوبه بندۍ مرکزي وزير احسن اقبال ويلي چي د نګران وزیر اعظم د ټاکنې لپاره لا تراوسه د کوم امېدوار په نوم اتفاق نه دی شوی.

په قامي اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند غړی سيد موسي ګېلاني وايي ګوند یې انتخاباتو ته بيخي تيار دی.

د وي او اې ډيوه سره خبرو کې یې وويل، په خپل وخت انتخابات غواړي او په دې اړه چې څومره سلا مشوره کېدې شوه هغه شوې ده او نورې مشورې به سبا د نهم اګست وروسته کيږي.

د دفاعي چارو مرکزي وزیر خواجه محمد اصف په ډاګه کړې ده چې انتخابات به د روان کال د نومبر په میاشت کې وشي البته په عامو ټاکنو کې د مياشت دوو تاخير کېدی شي.

نوموړي د امريکاي ټي وي چېنل [سي اېن اېن] سره مرکه کې ویلي چې د نهم اګست تر ماښامه پورې به قامي اسمبلي ماته کړی شي او له هغې وروسته د ايين ترمخه انتخابات په 90 ورځو کې کول ضروري دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG