لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: افغانستان د پېچیده اقتصادي مسایلو سره مخامخ دی


طالبانو محمد ادریس نومې تن د افغانستان بانک نوی مشر ګمارلی دی چې مطبوعاتي رپورټونه وايي د اقتصادي چارو او تعلیمي قابلیت په اړه یې څه ډیر معلومات نشته خو د طالبانو د تحریک غړی دی
طالبانو محمد ادریس نومې تن د افغانستان بانک نوی مشر ګمارلی دی چې مطبوعاتي رپورټونه وايي د اقتصادي چارو او تعلیمي قابلیت په اړه یې څه ډیر معلومات نشته خو د طالبانو د تحریک غړی دی

د اقتصادي چارو پوهان وايي په داسې حال کې طالبانو د افغانستان واک اختیار ترلاسه کړی دی د هېواد اقتصاد د پېچیده مسایلو مسایلو سره مخامخ دی او داسې نه ښکاري چې طالبان په ادې اړه څه جامع تګلاره لري او یا د معاشي چارو ماهرین لري چې د ملک اقتصادي چارې په وړاندې بوځي.

طالبانو محمد ادریس نومې تن د افغانستان بانک نوی مشر ګمارلی دی چې مطبوعاتي رپورټونه وايي د اقتصادي چارو او تعلیمي قابلیت په اړه یې څه ډیر معلومات نشته خو د طالبانو د تحریک غړی دی.

کار پوهان د محمد ادریس د افغانستان بانک د مشر په توګه ګمارل کېدل د تویش وړ ګام بولي.

د محمد ادریس د ګمارل کېدو په اړه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل د افغانستان د مشر په حېث به ادریس د بېنکونو مسلې او د خلکو مشکلات حل کړي خو ماهرین وايي دا نه ده معلومه چې ایا ادریس او یا د طالبانو مشران د هغو اقتصادي مشکلاتو نه خبر دي چې دا وخت افغانستان ورسره مخامخ دی.

د افغانستان بانک پخواني مشر اجمل احمدي چې کابل ته د طالبانو د ورتګ نه وړاندې د ملک نه وتلی بلومبرګ نومې خبري ادارې ته ویلي طالبانو د اقتصاد په اړه څه جامع دریځ لا نه دی وړاندې کړی.

ښاغلي احمدي وویل طالبانو د خپلې اقتصادي تګلارې په اړه څه خبره نه ده کړې او نه یې هم دا ویلي چې په دې اړه به څه کوي؟ احمدي زیاته کړه دا هم نه ده معلومه چې آیا طالبان اقتصادي ماهرین هم لري او که نا؟

ګل مقصود ثابت چې د افغانستان د مالي او ګمرک یا کسټمز نایب وزیر و ويلي طالبان به د اقتصاد په چارو کې د مشکلاتو سره مخامخ کېږي. هغه وویل دا مسله به نوره هم زیاتېږي چې طالبان داسې کسان وګماري چې د اقتصادي چارو تجربه هم نلري.

د وي او ای رپورټ وايي طالبان دا وخت د پېچیده اقتصادي مسایلو سره مخامخ دي او دغه مسلې په اینده کې نورې هم پېچيده کېدلی شي.

رپورټ وايي د افغانستان د حکومتي اخراجاتو پنځه اوویه فیصد برخه د نړیوال امداد نه پوره کېږي چې دا وخت تړل شوی دی. په دغو پېسو کې ۴۴۰ مېلین ډالر به انټرنېشنل مانیټري فنډافغانستان ته دا هفته ادا کول خو به کابل د طالبانو د واک له امله ايي اېم اېف دغه ادایګي ځنډولې ده.

د کابل اوسېدونکی وايي په ښار کې د بنیادي ضرورت شیانو نرخوه زیات شوي
د کابل اوسېدونکی وايي په ښار کې د بنیادي ضرورت شیانو نرخوه زیات شوي

د دې نه علاوه د ملک نه بهر مېشته افغانان هر کال قریباً ۸۰۰ مېلین ډالر افغانستان نه لېږې خو د پېسو د انتقال دوو امریکايي کمپنو مني ګرام او وېسټرن یونین دا وخت په افغانستان کې خپل عملیات ځنډولي دي او دا ډول افغانستان ته هغه پېسې هم ودرېدلي دي چې د ملک نه بهر مېشته افغانانو به وطن ته لېږلې.

خارجي ملکونه او خارجي امدادي ادارې چې د زرګونو په شمېره کې یې افغانانو ته روزګارونه ورکړي وو دا وخت افغانستان نه د وتلو په حال کې دي چې په نتیجه کې یې هغه پېسې به هم ختمې شي چې د خارجي ادارو د موجودګۍ په نتیجه کې به یې د افغانستان په اقتصاد کې ګردش کولو.

په کابل د طالبانو د واک نه پس بېنکونه تړل بند شوي و چې اوس بېرته خلاصیږي او افغانان خپلې پېسې د بېنکونو نه راوباسي او په ډالرو کې یې بدلوي چې له امله یې افغانۍ غورځیږي او د ژوند د بنیادي ضرورت شیانو نرخونه زیاتېږي.

په کابل د طالبانو د واک نه وړاندې به د افغانستان بانک هره هفته ۲۰ مېلین ډالر نېلامي کول چې دا ډول ډالر په مارکېټ کې په اسانه ترلاسه کېدلی شي او د ډالر په مقابل کې افغانۍ یو مستقل وزن ولري.

ماهرین وايي طالبان به د حکومت د اخراجاتو زیاتره برخه د ټېکسونو او ماليي دلارې پوره کوي خو د ډالر په شکل کې افغانستان نه د زرمبادلې د وتلو او په اقتصادي هلو ځلو کې د کمي په سبب به د حکومت د ټېکس امدن هم کم شي.

ګل مقصود ثابت وايي ټېکسونه او د ګمرک پېسې د طالبانو د امدن لوی زریعې دي.

په کابل د طالبانو د واک نه پس بېنکونه تړل بند شوي و چې اوس بېرته خلاصیږي او افغانان خپلې پېسې د بېنکونو نه راوباسي او په ډالرو کې یې بدلوي چې له امله یې افغانۍ غورځیږي او د ژوند د بنیادي ضرورت شیانو نرخونه زیاتېږي
په کابل د طالبانو د واک نه پس بېنکونه تړل بند شوي و چې اوس بېرته خلاصیږي او افغانان خپلې پېسې د بېنکونو نه راوباسي او په ډالرو کې یې بدلوي چې له امله یې افغانۍ غورځیږي او د ژوند د بنیادي ضرورت شیانو نرخونه زیاتېږي

د وي او ای رپورټ وايي طالبان د ټول شموله حکومت دپاره د نورو ډلو سره په خبرو اترو کې ښکیل دي او که چېرې داسې ډول حکومت جوړیږي او طالبان په نړیواله کچه ومنل شي نو وېسټرن یونین، مني ګرام او نورې مالیاتې ادا رې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا شروع کولی شي.

ثابت او نور ماهرین د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه کوي چې د طالبانو په ضد دې د اقتصادي بندیزونو نه ډډه وکړي.

ثابت وايي پوهیږي چې نړیواله ټولنه په طالبانو فشار اچول غواړي خو هغه زیاتوي که چېرې نړیواله ټولنه په افغانستان پابندۍ په ځای کوي نو د افغانانو د ضرورتونو او د دردونه نه دې هم ځان خبر کړي.

یادونه: دا رپورټ د وایس اف امریکا خبریال راب ګارور تیار کړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG