لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د موسمي بدلون له امله په پاکستان کې د فصلونو دپاره ګټه ور بارانونه په وخت و نه شول


د پېښور زرعي پوهنتون کې د اګرانومي استاذ او د ماحولياتو ماهر ډاکټر انعام الله خان وايي بارانونو د کمي له امله سږ کال د غنمو دانه کمزوري وه
د پېښور زرعي پوهنتون کې د اګرانومي استاذ او د ماحولياتو ماهر ډاکټر انعام الله خان وايي بارانونو د کمي له امله سږ کال د غنمو دانه کمزوري وه

د ماحولياتو ماهرين وايي که څه هم د کال 2022 په پرتله سږ کال پاکستان د نړيوالې تودوخې د خرابو اثراتو له وجې د سېلابونه څخه خوندي پاتې شو خو د موسمي بدلون له امله په هغه وختونو کې بارانونه ونشول چې د فصلونو د ښه پېداوار لپاره ډېر مهم وي۔

ماهرین وايي د جون په مياشت کې د تودوخي کچه د لوړېدو له امله د مېوو پېداوار اغېزمن شو او د نومبر او اکتوبر په مياشتو کې د باران نه کېدو له وجې د غنمو او چڼې حاصلات د خطر سره مخامخ دي.

سږ کال په اپريل کې د بارانونو د کمښت له د ماحولياتو ماهرين وايي په خېبر پښتونخوا کې د غمنو دانې کمزورې وې او بيا د جون او جولاي په مياشتو کې د تودوخي سېوا کېدو په نتيجه کې د خريف فصلونو پېداوار هم ډېر متاثره شو.

د پېښور زرعي پوهنتون کې د اګرانومي استاذ او د ماحولياتو ماهر ډاکټر انعام الله خان وايي " بارانونو د کمي په وجه زمونږه د غنمو دانه کمزورې راغلې ده، بيا د جون جولايي په مياشتو کې چې کله د ګرمۍ سخت موسم و نو دغه وخت کې درجه حرارت ډېر زيات سېوا شو نو د درجه حرارت د سېوا کېدو له وجې نه زمونږه چې کوم اهم فصلونه وو رويژه، جوار او په ځينو علاقو کې د پومبې فصل باندې ډېر سخت اثر ووشو."

ماهرين وايي شاوخوا 25 کاله وړاندې به د فصلونو د کرلو په وخت کې مناسب بارانونه کېدل خو اوس د موسمي بدلون له وجې د بارانونو انداز بدل شوی چې خراب اثر يې د ربيع او خريف یا د ژمي او د اوړي په فصلونو پرېوتې دی او د زياتې ګرمۍ له وجې د قسما قسم فصولونو د پېدوار متاثره کېدو ترڅنګ د شنيو مېوو پېداوار هم اغېزمن

پېښور پوهنتون کې د ماحولياتو د څانګې استاذ ډاکټر حزب الله خان وايي " ګرمي ډېره ناوخته راغله او زمونږه په ملاکنډ او سوات سيمو کې او يا داسې نورې علاقې چرته چې باغونه وو نو هلته د شپتالانو فصل خراب شو ځکه چې کوم درجه حرارت پکار وو د هغې د پخلي دپاره هغه ورته نه مېلاوېدو نو پېداوار يې ښه ونشو او کرونده ګرو او د باغو مالکانو ته ډېر نقصان ورسېدو. "

د اسوسيټېډ پرېس د خبر ترمخه د جون په دوېمه هفته کې د تودوخې درجه د 47 تر 50 ډګري سنټې ګرېډ ته رسېدلې وه او دغه مهال په پاکستان کې د تودوخي د ناروغۍ په هسپتالونو او کېمپونو کې د ګڼ شمېر خلکو درملنه شوې وه۔

ماهرين وايي د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې د بارانونو نه کېدو له وجې د چترال نه تر ډېره اسماعيل خان پورې په باراني سيمو کې د چڼې او غنمو فصولونه د خطر سره مخامخ دي.


ډاکټر انعام الله خان وايي " د اکتوبر په اخېره کې او د نومبر په شروع کې چې زمونږه د غنمو سيزن وي نو په دغه وخت کې اوس بارانونه بلکل نشته نو زمونږه د خېبر پښتونخوا زياتره سيمه باراني ده يعنې زمونږه په بارانونو انحصار وي نو زمونږه چې د غنمو او چڼې د کروندې کومه علاقه ده هغه ټوله د بارانونو د کمي له وجې د شديد مشکلاتو ښکار ده."

څېړونکي وايي پاکستان د نړی په هغه لومړونو پینځو هېوادونو کې شامل دی چې د موسمي بدلون يا کلايميټ چينج د خرابو اثراتو څخه زيات اغېزمن کېږي۔

د ملګرو ملتونو د موسمي بدلون کلنۍ غونډه چې د کاپ 28 په نوم پېژندلې شي د نومبر په 30 مه د موسمي بدلون په لړ کې د پرمختګ کوونکو ملکونو سره د مرستې دپاره د زيان او توان فنډ جمع کولو اعلان وکړو.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG