لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: موسمي بدلون د پاکستان د شمالي سيمې غرونه او ګلېشیرې د خطر سره مخامخ کړي


د ماحولياتو ماهرين وايي د موسمي بدلون د خرابو اثراتو او د غرونو په حفاظت کې د انسانانو د غفلت له وجې د موسم په لحاظ د پاکستان حساسيت نور هم سېوا شوی دی
د ماحولياتو ماهرين وايي د موسمي بدلون د خرابو اثراتو او د غرونو په حفاظت کې د انسانانو د غفلت له وجې د موسم په لحاظ د پاکستان حساسيت نور هم سېوا شوی دی

د ماحولياتو ماهرين وايي په پاکستان کې د چاپېریال د تودوخي، د حکومت او د خلکو د بېغورۍ له وجې د هېواد په شمالي سيمو کې غرونه او په غرونو موجود ځنګلي ځانور او ګلېشيرز د ګواښ سره مخامخ دي.

د ماحولياتو ماهرين وايي د موسمي بدلون د خرابو اثراتو او د غرونو په حفاظت کې د انسانانو د غفلت له وجې د موسم په لحاظ د پاکستان حساسيت نور هم سېوا شوی دی۔

ماهرین وايي د نړيوال تودوخې له امله په غرونو موجود ګلېشرز یا د واورې خټان د خطر سره مخامخ دي او که چېرې دا واورې په چټکتیا خړوب کېږي نو په مستقبل کې په پاکستان کې د نورو سېلابونو او هم د وچکلاۍ سبب جوړېدی شي.

د پېښور پوهنتون د جيولوجي څانګې استاذ ډاکټر محمد علي وايي د ګلېشیر په چټکتیا د ویلي کېدو له امله سېلاب راتلی شي او د واورې په شکل کې ذخیره شي اوبه ختمېدلی شي.

د دې نه علاوه، ډاکټر محمد علي وايي ، د سېلاب او د اوچکالۍ په نتیجه کې ځمکه بنجر کېږي، ځنګلي ځانورو ژوند د خطر سره مخامخ کېږي او اونې بوټې هم ختمېږي.

د ماهرينو ترمخه د پاکستان 50 فيصده برخه په غرونو، 40 فيصده په مېداني علاقو او 10 فيصده په صحراګانو مشتمل ده۔

ماهرین وايي د پاکستان د شمالي علاقو په غرونو کې د اوبو سرچينې، ونې بوټي او ځنګلي ځانور د راتلونکو نسلونو لپاره ډېر مهم دي اود غرونو ايکو سسټم یا قدرتي ماحول خوندي کولو لپاره ضروري ده چې په غرونو کې د موجودو قدرتي وسايلو او په دې کې د مېشتو خلکو خيال وساتلې شي.

ډاکټر محمد نفيس د پېښور پوهنتون د ماحولياتو د مطالعې د څانګې مشر دی، وايي غرونو د تحفظ په لړ کې د ځنګلونو د پرېکېدو مخه نیول او په مېدانو ځمکو واښه یا شينکې زیاتول پکار دي.

د خېبر پښتونخوا د خاورې او د اوبو د ساتنې محکمې چارواکي وايي د صوبې په غريزو علاقو کې د ګلېشیرز ويليکېدو او د دې په نتیجه کې د زيان د مخنيوي او د ځمکې د نړېدو مخه نیولو دپاره منصوبې دوام لري.

د دې محکمې چارواکی عابد سرور وايي سېلابونو د مخنیوي دپاره د حفاظتي پشتې جوړول کېږي، د باران اوبه ذخیره کول کېږي او د ځمکو د خوېدو مخه نیول کېږي. هغه وايي د بارانونو ذخیزه شوې اوبه په زراعت کې او څښلو دپاره استعمالېدلی شي.

په پېښور پوهنتون کې د غرونو نړيواله ورځ د لمانځلو په مناسبت غونډې ته څېړونکو وویل د غرونو ايکو سسټم یا د غرونو قدرتي ماحول محفوظ کولو لپاره ضروري ده چې خلک ځنګلونو ته د زيان څخه ډډه وکړي د دې ترڅنګ حکومتي چارواکې وايي د غرونو په خونديتوب کې د ماهرينو د څېړنې نه کار اخلي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG